د سټنډرډ ملي ادارې د کابل ښار په واټونو کې د سټنډرډونو د فرهنګ دود کولو په موخه کمپاین پیل کړ.
د سټنډرډ ملي ادارې د سټنډرډونو د فرهنګ د دود کولو په موخه د کابل ښار په عمومي واټونو کې پر موټرونو د سټنډرډ نښان او شعار په نصبولو کمپاین پیل کړ.
دا کمپاین د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رئیس ښاغلي مولوي وحید احمد بدري او د ادارې ویاند ښاغلي عاشق الله وزیري په حضور کې پيل شو.د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري د سټنډرډونو رعایت د ټولنې د ټولو وګړو دیني او ملي مکلفیت وباله او زیاته یې کړه : زموږ د ګرانو هېوادوالو روغتیا او خوندیتوب، د هېواد اقتصادي هوساینه او نړیوالو بازارونو ته د ننوتلو یواځنۍ لاره د سټنډرډونو رعایت کول دي. ټول هیوادونه په نړیوال بازارونو کې د خپلو توکو د ارزښت ورکولو لپاره کوښښ کوي چې خپل ټول توکي د سټنډرډونو سره برابر کړي نو پکار ده چې موږ هم د سټنډرډونو په رعایت کولو سره د ټولنې روغتیا او د افغاني محصولاتو ارزښت پر نړیوالو بازارونو کې په پام کې ونیسو.