د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسون له لوري د سټنډردډ ملي ادارې د (۵ او ۶) بستونو خبرتیا !

Moasaq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۲ - ۸:۴۱
د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسون له لوري د سټنډردډ ملي ادارې د ۵ او ۶ بستونو خبرتیا !

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د کابل ښار او ولایت د ښوونکو بستونو او د پینځمو او شپږمو یو زر او ۵۲۴ بستونه سیالۍ ته وړاندې کړل.

 د دغو بستونو درې سلنه معلولیت لرونکو افرادو ته په پام کې نیول شوي. غوښتوونکي کولای شي د دغو بستونو لپاره د غوښتنې فورمې د کمېسیون له ویبپاڼې او یاهم اړوندو ادارو څخه په وړیا توګه ترلاسه کړي. اعلان شوي بستونه په درې برخو وېشل کېږي:

 د ښوونکو بستونه پينځم او شپږم بستونه د معلولیت لرونکو افرادو بستونه د اعلان شویو بستونو نوملړ له دغه ځایه ترلاسه کړئ. غوښتونکي دې د غوښتنې فورمې له ډکولو مخکې، د ډله ییزې ازموینو بېلابېلو پړاوونو لارښود په ځېر ولولي.

د غوښتنې په فورمه کې د بست عنوان، وزارت، ریاست، د بست موقعیت او د بست کوډ په کره توګه ولیکئ. غوښتونکي یواځې یوه بست ته د غوښتنلیک وړاندې کولو حق لري او د زیاتو غوښتنلیکونو وړاندې کولو په صورت کې، د سیالۍ له پروسې حذف کېږي. د غوښتنې فورمې او لارښود له دغه ځایه ترلاسه کړئ.

 غوښتونکي دې په کره توګه د غوښتنې فورمې له ډکولو وروسته، په فورمه باندې خپل یو عکس ونښلوي او د تذکرې او تحصیلي سندونو له کاپي سره دې اړوند مرجع ته وسپاري. په حضوري ډول د غوښتننې فورمې ترلاسه کولو او د اسنادو سپارلو بهیر سر له سې شنبه د (کب ۲۰) په ادارو کې پيلیږي او د کب میاشتې تر پایه دوام کوي.

د غوښتنې فورمو راټولول او وېشل په هر وزارت، تعلیمي حوزه / اړوند ولسوالۍ کې ترسره کېږي. د غوښتنې فورمې ترلاسه کولو او اسنادو سپارلو پتې دلته وګورئ.

 د زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره له لاندې شمېرو او د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسون سره په اړیکه کې شئ: ۰۷۹۵۴۱۴۲۸۲ ۰۷۹۰۶۵۵۵۵۵

Related VacanciesShow all

Back to vacancies

د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسون له لوري د سټنډردډ ملي ادارې د (۵ او ۶) بستونو خبرتیا !