د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد رياست د ادارې د کارکوونکو لپاره د تشويق او دعوت پروګرام جوړ کړ.

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۲:۶
د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد رياست د ادارې د کارکوونکو لپاره د تشويق او دعوت پروګرام جوړ کړ.

د  سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد ریاست د ادارې کارمندانو لخوا د دعوت او تشویق پروګرام پیل کړ. په غونډه کې د سټنډرډ. ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د دې ادارې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي نور احمد یاسر، محترم مولوي وحید احمد بدري، د ادارې ټولو څانګو رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.  دغه برنامه چې د دعوت او ارشاد په بهیر کې د ټولو کارکوونکو د ګډون په موخه جوړه شوې وه، چې د هر مسلمان دیني دنده ده.
غونډه دالله پاک دکلام د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د ادارې یو شمیر کارکوونکو په دیني مسایلو خبرې او ویناوې وکړې. د دعوت او ارشاد رياست د کارکوونکو له ويناوو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې موږ ټولو کارکوونکو ته دا موقع ورکوو، چې خپل ديني مطالب خپلو کارکوونکو ته وړاندې کړي او د دعوت او تبليغ هغه وظيفه سرته ورسوي، چې د. هر مسلمان دعوت او ارشاد دنده ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۲:۸
Background image

په سټنډرډ ملي اداره کې د تخنیکي کمیټې لخوا د نساجۍ او پشم په سټنډرډونو باندې غونډه جوړه شوه

 د  سټنډرډ ملي ادارې د نساجۍ او پشم معیارونو د لوړولو  تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه. دغه غونډه د ادارې سټنډرډونو ریاست په غونډو په تالار کې د کميټې د رئیس ,غړو او اړونده څانګو مسلکي. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۲:۶
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد رياست د ادارې د کارکوونکو لپاره د تشويق او دعوت پروګرام جوړ کړ.

د  سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد ریاست د ادارې کارمندانو لخوا د دعوت او تشویق پروګرام پیل کړ. په غونډه کې د سټنډرډ. ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د دې ادارې د دعوت او. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپیریال سټنډرډونو د پراختیا د تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه

د  سټنډرډ ملي ادارې د چاپیریال سټنډرډونو د پراختیا د تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه.  په دغه غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې د چاپیریال سټنډرډونو د پراختیا تخنیکي کارپوه نصرالله شیرزاد، د. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد رياست د ادارې د کارکوونکو لپاره د تشويق او دعوت پروګرام جوړ کړ.