د نفتي توکو د ټولو محترمو سوداګرو د پام وړ!

Moasaq_admin
د نفتي توکو د ټولو محترمو سوداګرو د پام وړ!

په هیواد بیلابیلو ښارونو کې ککړه هوا د ښاریانو ژوند ګواښي او د دې ککړتیا یو لوی عامل د بې کیفته نفتي توکو کارونه ده، پر دې بنسټ د سټنډرډ ملي اداره د نفتي توکو ټولو سوداګرو ته خبر ورکوي؛ څو هېواد ته د بې کیفته نفتي توکو له واردولو څخه ډډه وکړي.

د سټنډرډ جوړنې د قانون  پر بنسټ د سټنډرډ ملي ادارې رهبري د هېوادوالو د روغتیا په نظر کې نیولو سره ژمنه ده، څو د چاپېریال د خوندیتوب او د انساني ژوند له ګواښوونکو پدیدو سره مبارزه وکړي. پر دې بنسټ د دې ادارې رهبري مصممه ده چې د ټولو هغو بې کیفته نفتي توکو (پټرول، ډیزل او اوبلن ګاز) د واردولو مخنیوی وکړي چې د هوا د ککړتیا سبب ګرځي او د ښاریانو پر روغتیا منفي اغېزه کوي.

د سټنډرډ ملي اداره له ټولو سوداګرو څخه په خورا درنښت غوښتنه کوي، څو په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او د دې ادارې له پالیسۍ سره سمه سوداګري ترسره کړي. په هغه صورت کې چې سوداګر د بې کیفته توکو د واردولو هڅه وکړي، قانوني چلند به ورسره کېږي.

هغه سوداګر چې غواړي یاد شوي سټنډرډونو ترلاسه کړي: سټنډرډ ملي ادارې ته او یا هم  لاندو شمېرو سره دې اړیکه ونیسي.

0787086065

0748672161

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۳:۴۴
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس پیغام

درنو هیوادوالو ملي سټندردونه د چاپیریال په زرغونتیا، عامې روغتیا او د خلکو په سالم ژوند کې مهم رول لوبوي. د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره د خپلو ګرانو هېوادوالو د عامه ګټو په پام کې . . .

شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا چهارشنبه، د روان کال د وري ٢٣مه، د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، د رسنیو درنو استازو ته په . . .

Back to announcements

د نفتي توکو د ټولو محترمو سوداګرو د پام وړ!