د سټنډرډ ملي ادارې د مالي چارو نوی آمر معرفي شو.

محترم شمس الرحمن " عکرمه" د سټنډرډ ملي ادارې د مالي چارو نوي آمر په توګه رسماً معرفي شو. د معرفي په مراسمو کې د ادارې دفتر رئیس مولوي وحید احمد "بدري" , مالي او اداري رئیس مولوي حنیف آخندزاده او د ادارې ویاند عاشق الله وزیری او اړوندو شعباتو یو شمېر کار کوونکو ګډون کړی وو.
محترم مولوي وحید احمد بدري نومړي ته د مالي چارو د آمر په توګه د نوې دندې مبارکي وویله او د لوی خدای (ج) له درباره یې ورته په رښتیني خدمت کې د بریالیتوب دعا وکړه. هغه اداري بستونو کې بدلون يو مهم اصل وباله او شمس الرحمن "عکرمه" ته یې د پرمختګ هيله وکړه.