سټنډرډ ملي ادارې د خپلو یو شمیر خالي بستونو آزاد رقابت پروسې له لارې ازموینه واخیستله.

Moasaq_admin
Sun, Jan 29 2023 1:26 PM
سټنډرډ ملي ادارې د خپلو یو شمیر خالي بستونو  آزاد رقابت پروسې له لارې ازموینه واخیستله.

د  سټنډرډ ملي اداره  د ساختماني موادو او نفتي موادو د لابراتوارونو د تخنیکرانو د ۷ خالي بستونو د رقابتي ازموینې بهیر له مستحقو نوماندانو څخه واخیستل شو. په دې پروسه کې د سټنډرډ ملي  ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي عطاء الله فرید،  د ادارې ویاند عاشق الله وزیری, اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون استازو او د انسا ادارې د بشري سرچینو مسوولینو ګډون کړی و. د  سټنډرډ ملي ادارې  مالي چارو مرستیال د وړتیا او تخصص پر اصل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه : سټنډرډ ملي اداره د یوې سالمې او تخنیکي ادارې د رامنځته کولو په موخه هڅه کوي چې مسلکي چارې مسلکي خلکو ته وسپاري او وړ، ژمن او صادق کسان جذب کړي.

Latest news

BACK TO NEWS

سټنډرډ ملي ادارې د خپلو یو شمیر خالي بستونو آزاد رقابت پروسې له لارې ازموینه واخیستله.