په کندهار ولایت کې د سټنډرډ ملي ادارې د سیار لابراتوار پروسه

Moasaq_admin
Sat, Jun 24 2023 11:36 AM
په کندهار ولایت کې د سټنډرډ ملي ادارې د سیار لابراتوار پروسه

د نفتي توکو د معیاري کولو او د هېواد په بازارونو کې د درغلیو  د مخنیوي په موخه د  سټنډرډ ملي ادارې په کندهار ولایت کې د نفتي توکو د کیفیت تثبیت او کنټرول پروسه پیل کړې.
 دا پروسه چې د سیار لابراتوار او تجربه لرونکي او مسلکي انجینرانو لخوا پر مخ وړل کیږي، په بندر کې د کیفیت د ثبات سربیره د تیلو کیفیت بیا کنټرول لپاره ترسره کیږي،  چې د بې کیفیته لرونکي تیلو خرڅلاو مخه ونیول شي.
د روان کال له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې د تېلو (۱۷۹۳) ټانکرونه چې ټول وزن یې( ۶۲۷۵۷) ټنه دی، تر جدي پلټنو لاندې ونیول شول. د سټنډرډ ملي اداره په هېواد کې د نفتي توکو د کيفيت لوړولو ته ژمنه ده او د خپلو ګرانو هېوادوالو د روغتيا د ساتنې لپاره اساسي اقدامات ترسره کړي دي.

Latest news

BACK TO NEWS

په کندهار ولایت کې د سټنډرډ ملي ادارې د سیار لابراتوار پروسه