د سټنډرډ ملي ادارې د اداري پلاوي غونډه ترسره شوه

۱۴۴۶ هـ.ق ۳ محرم
د اداري پلاوي غونډه د سټنډرډ ملي ادارې د عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په مشرۍ ترسره شوه چې د دې ادارې مرستیالانو، رئیسانو او د ګڼو نورو مسؤلینو په شتون کې د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
یاده غونډه د سټنډرډونو د تدوین رئیس مولوي محمد حنیف اخندزاده د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا فیض الله تمیم په ښه توګه د مسؤلیتونو په سرته رسولو باندې ټینګار وکړ او په وینا یې چې د ادارې ټولې برخې مکلفې دي، څو خلکو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې پوره همکاري او همغږي ولري.
په دې غونډه کې د اړتیا وړ قوانینو او کړنلارو په جوړولو، د سټنډرډ جوړونې د ارزښت په تړاو عامه پوهاوی، د بودجې مدیریت، د کارکوونکو د وړتیا لوړونې او په یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او نظرونه وړاندې شول.
دغه راز د ریاستونو او خپلواکه آمریتونو وړاندیزونه او ستونزې د رهبري له لوري واورېدل شول او د چارو د ښه والي په موخه حللارې ورته وړاندې شوې.
د غونډې په پای کې د مهمو مواردو په اړه تصمیمونه ونیول شول او ټولو برخو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې شوې.