نورم یا د سنجش بنسټ

د نورم تثبیت

د سټنډرډ ملي اداره د نورم د تثبیت په برخه کې ټولو هېوادوالو ته په ټاکلي وخت مسلکي چوپړتیاوې وړاندې کوي

 

steps icon

 

services icon

 

steps icon

 

معلومات

چوپړتیاوې

کاري تګلاره

 

norm

 

 

په افغانستان کې د لومړني نورم ټاکلو د بنسټونو لنډ تاریخ

افغانستان په خپل پنځه زره کلن تاریخ کې د فرهنګي او اقتصادي حیرانوونکو بدلونونو او پرمختګونو شاهد دی چې له دې پرمختګونو څخه دا پایله ترلاسه کولای شو چې پخوا د هغه وخت معمارانو او ماهرانو په ودانیو، ودانیزو موادو، د کار او ژوند وسایلو کې داسې ترکیبي نورمونه او اندازې کارولې چې د اوسني ساینس او تخنیک له نظره د پاملرنې وړ دي.

که څه هم د متر، خورد، پاو، چارک، د کابل، مزار او کندهار من، خروار او داسې نور د اندازې واحدونه دي چې د هغو په وسیله د نورم لومړني بنسټونه را منځ ته شوي دي او تر سل کالونو زیاته تاریخي مخینه لري، مګر په وروستیو کې نړیوال منلي واحدونه لکه؛ طول، متر، وزن او کچه، کیلو ګرام او لېټر په افغانستان کې دود شوي دي.

د نورم او سټنډرډ د څانګو مفکوره له (۳۸) کالونو وړاندې د سوداګرۍ او صنایعو، کانونو، کرنې او مالدارۍ وزارتونو په چوکاټ کې د عمومي مدیریتونو په کچه د تخنیکي اصلاحاتو تر نامه لاندې را منځ ته شول.

د نورم او سټنډرډ د اړتیا اړوند لومړۍ علمي مقالې په (۱۳۵۳هـ ش) کال په ورځپاڼو، مجلو او همدارنګه د افغانستان راډیو له لارې خپرې شوې.

د لومړې ځل لپاره په (۱۳۵۳هـ ش) کال د محصولاتو د نورم د ارزښت په اړه درې میاشتنی کورس د نورم او سټنډرډ د عمومي مدیریت او د کانونو او صنایعو وزارت په لارښوونه او نوښت د هېواد د صنعتي فابریکو او موسسو د (۱۶) مسوولینو په ګډون ایجاد شو. تر هغه وروسته کالونو کې دا ډول کنفرانسونه ترسره شول او په (۱۳۵۵) کال کې د اقتصاد پوهنځي په صنعت شعبه کې د نورم او سټنډرډ تدریس په عملي توګه پیل شو.

د نورم تعریف او لنډه شرحه

نورم څه دی؟

نورم مطلقه کمیت دی چې د علمي څېړنو او مخینو په اساس تثبیت او د یوې صلاحیت لرونکې مرجع له لوري تصویب شوی دی.

د بېلګې په ډول؛ د سړک جوړونې او ساختماني ماشینونو د تېلو د لګښت نورم، د کرنې د ماشینونو د تېلو د لښګت نورم، د برښنا مولډ د ماشینونو او د ګرموونکو وسایلو د لګښت نورم او داسې نور.

نورم د اقتصاد او تولید په څانګو کې د سنجشونو ټولیز بنسټ ګڼل کېږي. د کار د ترسره کولو د حد او اندازې او د مالي او بشري لګښتونو د ټاکلو لپاره هېڅ داسې کاري برخه موجوده نه ده چې نورم ته اړتیا ونه لري. حتی هغه چاپېریال چې مونږ په کې ژوند کوو د موجوده مضرو او غیر اړینو ګازونو د ټاکلو نورمونو تثبیت ته اړتیا لري. د پورته غیر اړینو ګازونو اندازه چې روغتیا ته زیان رسوي، د نورماتیف په وسیله مشخص او ټاکل کېږي.

د نورم ټاکلو بنسټیزه موخه

له سرچینو څخه د معقولې ګټنې او تشکیل په موخه د طرح جوړونې او د علمي، تخنیکي، اقتصادي او ټولنیزو نورمونو او نورماتیف د کارونې له تصویب څخه عبارت دی.

د نورمونو او نورماتیفونو بنسټیزې موخې عبارت دي له:

  1. د ملي اقتصاد او د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا پلان جوړونې نورماتیفي میتود وسیله
  2. د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا په پلانونو کې د سرچینو د سپما مطلبونو او غوښتنو د ثبت وسیله او همدارنګه په ملي اقتصاد کې له هغو څخه معقوله ګټنه
  3. له سرچینو څخه د اغېزناکې ګټنې او نورو فعالیتونو په موخه د کنټرول وسیله

د نورم ټاکلو بنسټیز پرنسیپ

عبارت دي له:

  1. د ملي اقتصاد په برخه کې د نورمونو او نورماڼیفونو د تشکیل د میتودیکي یوالي تامین
  2. د نورمونو او نورماتیفونو د پرمختللي ډول تامینول
  3. د پلان د ټولو برخو او څپرکیو لپاره د نورمونو او نورماتیفونو د کمپلیکس تشکیل
  4. د توحید او تجزیې له لارې د نورمونو او نورماتیفونو د انطباق تامینول
  5. د نورمونو او نورماتیفونو سیستماتیک تجدید
  6. نمونوي میټودونه د سټنډرډ ملي ادارې په لارښوونه د وزارتونو، دولتي ادارو، علمي، څېړنیزو او پروژه جوړونې سازمانونو او د لوړو زده کړو موسسو د همکارۍ په ترلاسه کولو طرح کېږي.

اقتصادي او ټولنیز تخنیکي نورمونه او نورماتیفونه

نورمونه او نورماتیفونه د لاندې ټولیز ګروپونو په ترکیب کې تشکیل کېږي.

  1. د لومړنیو توکو، سون توکو او انرژۍ نورمونه او نورماتیفونه
  2. د کار او مزد نورمونه او نورماتیفونه
  3. د پانګونې او بنسټیزو ودانیو نورمونه او نورماتیفونه
  4. د مولډ او تجهیزاتو ته د اړتیا نورمونه او نورماتیفونه
  5. مالي نورمونه او نورماتیفونه
  6. ټولنیز او اقتصادي نورمونه او نورماتیفونه

د نورم ټاکلو مدیریت لاندې بنسټونه کاور کوي:

  1. تصدۍ، علمي، څېړنیزې او پروژه جوړونې او د لوړو زده کړو موسسې
  2. وزارتونه او دولتي ادارې
  3. تصدۍ او موسسې

د نورم ټاکلو د واحدونو دندې او صلاحیتونه

  1. د څېړنې، تصویب او د نورمونو او نورماتیفونو د کارونې لپاره چمتوالي د طرزالعمل طرح
  2. په اقتصادي او اجتماعي پراختیايي پلانونو پورې اړوند د نورم ټاکلو د پلان طرح او ترتیب
  3. د متخصصینو په وسیله د څېړنو مدیریت او د نورمونو او نورماتیفونو تحلیل

د نورمونو ارزښت

د نورم بنسټ علم او پوهه ده او د صنعت او اقتصاد په پرمختګ کې د پام وړ رول لري. په دې برخه کې باید هڅه وشي، څو د محصولاتو د کیفیت په زیاتوالي کې په پرمختللو نورمونو سره د هر محصول تولید ته پام وشي. نورم د علومو پر ثابتو پایلو سره په فنونو، سوداګرۍ او بشري نظام چې د مقرراتو په ډول او نظامونه د همغږۍ، یوالي، روحیې، د تفاهم د کچې زیاتوالي، د اړیکو اسانتیا، د صنعت پراختیا، اقتصادي سپما، روغتیا او ټولیز خوندیتوب د ایجاد په موخه په کار وړل کېږي.

ډېری خلک داسې انګېري چې نورم یواځې د مصرفي ګټو د خوندیتوب لپاره دی. البته دا نظر تر یوه حده سم دی او نورم د مستهلکینو او تولید کوونکو فردي او اقتصادي اړتیاو ته ځانګړی پام لري؛ مګر ویلای شو چې د نورم د رعایت کولو ګټه تر مستهلکینو تولید کوونکو ته زیاته ده، ځکه د غیر اړینو لومړنیو توکو او ضایعاتو له کموالي څخه ترلاسه شوې سپما به د پام وړ وي. دوی په لږ وخت کې کولای شي، غوره پایلې محسوسې او په زېرمه شوې توګه و ویني.

د نورم د مقرراتو او قوانینو په ترسره کولو لګښتونه خوندي او د وسایلو او ماشینونو جوړول تنزیل مومي، د محصول تولید منظم کېږي، د تولید د پروسې د مخته وړلو لپاره د هر سازمان د بېلا بېلو واحدونو تر منځ همکاري پراخه کېږي او په پای کې کیفیت لرونکي توکي په منل شوو معیارونو سره بسته بندي او وړاندې کېږي چې د مستهلکینو رضایت هم ترلاسه کېږي. په دې توګه نورمونه د صنعت او اقتصاد د پراختیا او پرمختګ لپاره پیاوړي بنسټونه چمتو کوي.

له غیر معیارونو او نورمونو څخه ګټنه مالي زیانونه را منځ ته کوي او د ستونزو د پېښېدلو سبب ګرځي او هغه څه چې د معیار، نورم او سټنډرډ په نامه پېژنو، یو بنسټ دی چې په نړیواله کچه مطرح دی او په تولید، صادراتو، وارداتو او نورو برخو کې د توکو د غوره کیفیت او کمیت په موخه په پام کې نیول کېږي.

د نورم د تثبیت موخې:

د مصرفي نورمونو په تثبیت پورې اړوند چارې له قانون سره سم په لاندې موخو استوارې دي:

  • د ملي اقتصاد د ودې په موخه په وزارتونو او دولتي موسسو کې له مصرفي توکو څخه د اغېزناکې ګټنې په موخه د غیر ګټورو لګښونو مخنیوی او همدارنګه د هېواد نافذه قوانینو او مقرراتو ته په پام د هېواد په کچه د مصرفي نورمونو د تثبیت اغېز.
  • د وسایطو، د کرنیزو، سړک جوړونې او ودانیزو ماشینونو د تېلو، جنراټورونو او ګرموونکو وسایلو او د ملي اقتصاد په برخه کې داسې نور مصرفي توکو د نورم د تثبیت د چارو غوره انسجام.
  • په هېواد کې د نورم ټاکلو د مقرراتو د اغېز د لا زیاتوالي په موخه د نورم د تثبیت د بشپړ میکانېزم را منځ ته کول.

د نورم د تثبیت کمېټه

  • د نورم د تثبیت کمېټې ناسته د وزارتونو د صلاحیت لرونکي استازي تر نظر لاندې په اونۍ کې یو ځل ترسره کېږي او پر نورمونو، وسایطو او ماشینونو تصمیم نیول کېږي. د یادې کمېټې غړي د لاندې وزارتونو استازي دي:
  1. د کرنیزو ماشینونو په برخه کې د کرنې وزارت استازی
  2. د سړک جوړونې او ودانیزو ماشینونو په برخه کې د ټولګټو وزارت استازی
  3. د جنراټورونو په برخه کې د اوبو او انرژۍ وزارت استازی
  4. د موټرونو په برخه کې د ټرانسپورټ وزارت استازی
  • د نورم د تثبیت امریت د دندو لایحې او په مقرره کې درج شوو احکامو ته په پام د موټرونو او ماشینونو د تېلو د لګښت ټاکل او د سړک جوړونې د ماشینونو او وسایطو، د کرنیزو ماشینونو او جنراټورونو د نورم تثبیت په غاړه لري. د دولتي ادارو او موسسو د غوښتنې پر بنسټ وسایط او ماشینونه د ډول نښان، د ماشین نښان، د سلنډرونو شمېر، د تېلو ډول، د ګیربکس ډول، توناژ، د تولید کال، د سلنډر حجم او د نورو تخنیکي ځانګړنو له تشخیص وروسته علمي تجربه کېږي چې د تجربو پایلې په جلا جلا فورمونو کې لیکل کېږي او له هر اړخیز غور او څېړنې وروسته د ټاکلې کمېټې له تایید او د سټنډرډ ملي ادارې د مقام له منظورۍ وروسته یې نورم تعیین او تثبیت کېږي.

 

د واسطې ډول او نښان

د انجن ډول او نښان

د سلنډرونو شمېر

د تېلو ډول

د گیربکس نوعیت

د تولید کال

د ټایر نوعیت

د سلنډرد حجم

تولید کوونکی هېواد

پلېټ یا کوډ

د بار وړلو توان یا توناژ

UZJ200L-GNTNKV

1UR-FE

8 سلنډره

پټرول

اتومات ګېر

2009

ډبل ټایرونه

4608Ml

جاپان

C41

    1. کسیز

 

  • د ادارو او موسسو د ټرانسپورټ مسوولینو ته د تزییدي او تنقیصي ضریب څخه د ګټنې په تړاو کره معلومات وړاندې کېږي.
  • د موټرونو ازمېیښت له سل تر دوه سوه کیلو مټره پورې ترسره کېږي. د بسونو او میني بسونو ازمېیښت دوه ځلې، له بار او له بار پرته ترسه کېږي. د سړک جوړونې، ودانیزو او کرنیزو ماشینونو ازمېیښت په درې ساعته او یا له هغو زیات وخت کې ترسره کېږي.کمپریسور د عملي ازمېیښت پر مهال اته ساعته، د برښنا د مولډ ماشین او ګرموونکي وسایل په مقرراتو کې له ځای پر ځای شوو احکامو سره سم د یو ساعت فعالیت پر مهال تر عملي ازمېیښت لاندې نیول کېږي.
  • په ۱۳۹۴ کال د (۳۱۰) ډوله وسایطو، (۱۰۱) ډوله ماشینونو او (۶)ډوله جنراټورونو نورم تثبیت شوی دی.
  • په ۱۳۹۵ کال د (۲۳۱) ډوله وسایطو، (۹۸) ډوله ماشینونو او (۱۰)ډوله جنراټورونو، (۹) ډوله ګازي بخاریو، (۵) ډوله ګازي منقلونو او (۱)  ډول مرکز ګرمۍ نورم تثبیت شوی دی.
  • په ۱۳۹۶ کال د (۷۵) ډوله وسایطو، (۳۷) ډوله ماشینونو او (۳۲) ډوله جنراټورونو، (۱۱) ډوله ګازي بخاریو، (۹) ډوله ګازي منقلونو او (۳)  ډوله مرکز ګرمۍ نورم تثبیت شوی دی.
  • دا چې د نورم د تثبیت امریت بنسټیزه موخه په وزارتونو او دولتي ادارو کې له مصرفي توکو څخه اغېزناکې ګټنې او د غیر ګټورو لګښتونو څخه مخنیوی دی، په دې بنسټ د (۸۵۲) ډوله وسایطو او ماشینونو د مصرفي توکو د فیصدۍ سنجش د درېیو کاري کالونو کې په منځنۍ کچه په لاندې ډول محاسبه کوو.

 

 

د تثبیت شوو موټرونو او ماشینونو شمېر

 

د هېواد په کچه د موټرونو او ماشینونو اټکلي شمېر

 

د موټرونو او ماشینونو ټولګه

 

په تثبیت شوي نورم کې د سپما منځنۍ کچه

 

د سپما شوو تېلو اټکلي مجموعه

 

د یوه لېټر اټکلي بیه

 

دولت ته د کلني خالص عواید ټولیز شمېر

852

1000

852000

3 لېټر

2556000 لېټر

40 افغانۍ

102240000 افغانۍ

 

نورم یا د سنجش بنسټ