د انسا مشرتابه پلاوي په کابل کې مېشت د ټیکا له رییس سره وکتل

admin_omid
Sun, Mar 24 2019 1:01 PM
د انسا مشرتابه پلاوي په کابل کې مېشت د ټیکا له رییس سره وکتل

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) مشرتابه پلاوي په یوې صمیمي او دوستانه فضا کې په کابل کې د ترکیې د همکاریو آژانس (ټیکا) له رییس سره وکتل.

پدې لیدنه کې چې د چهارشنبې په ورځ او د کال په وروستۍ ورځ (د ۱۳۹۷ کال د کب ۲۹مه) د انسا د سرپرست رییس په کاري دفتر کې وشوه، له لنډې پېژندنې وروسته، د انسا سرپرست دوکتور محمد موسی عَلَمی د افغانستان – ترکیې د تاریخي او دوستانه اړیکو د یادونې او پراخو همکاریو له امله مننه وکړه. ښاغلي دوکتور عَلَمی وویل چې ترکیه کولای شي په افغانستان کې د سټنډرډ جوړونې په برخه کې لازمه مرسته او همکاري وکړي.

په کابل کې مېشت د ټیکا رییس ریجای قلېنچ په سر کې د انسا نوې رهبرۍ ته د نویو ماموریتونو پرمخ وړلو له امله مبارکي ورکړه او د انسا ادارې د کارکوونکو ظرفیت لوړونه، روزنیزو پروګرامونو ترسره کول، د تجربو شریکول او د ګډو پروژو تطبیقول په نوي ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ټیکا د لومړیتوبونو په توګه یاد کړل. ښاغلي قلېنچ ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) سره به خپلې هېڅ راز همکارۍ ونه سپموي او هڅه به وکړي چې د ترکیې د اړوندو ادارو سره د انسا د اړیکو تامینولو په برخه کې به د یو ارتباطي پُل په توګه رول ترسره کوي. افغانستان کې د ټيکا رییس دغه راز وویل چې دوی په پلازمېنه کابل کې یو ۲۰۰ کسیز روزنیز مرکز جوړ چې کولی شي له ترکیې د متخصصینو په رابللو سره دلته د انسا کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې روزنیز پروګرامونه برابر کړي.

د انسا سرپرست دوکتور عَلَمی د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) او د ترکیې د سټنډرډ انسټیټیوټ (TSE) او د ترکیې د اعتبار ورکونې ادارې (TURKAK) د لاسلیک شوي هوکړه لیک یادونه وکړه زیاته یې کړه چې د دغه هوکړه په تمدید او د انسا د لابراتوارونو او نورو تجهیزاتو په برخه کې له اړونده ترکي ادارو سره د اړیکو په ټينګولو کې د ټيکا همکاري اړینه ده.

پدې لیدنه کې دغه راز، د انسا د اداري او مالي چارو مرستیال احسان جلالزي د ټیکا له رییس سره د ا.ا.ج جمهور رییس نېک توقعات شریک کړل او د انسا او ټیکا ترمنځ د همکاریو د پياوړتیا لپاره یې د ګډو کاري ټیمونو د تشکیل وړاندیز وکړ. د انسا د اداري او مالي چارو مرستیال په ورته وخت کې د ولسمشر لخوا پر هوايي دهلیزونو د تمرکز مسلې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان د انسا په اډانه کې د کورنیو تولیداتو لپاره له ترکیې او د دغه هېواد له لارې تر اروپايي هېوادونو صادراتو ته لېوالتیا لري چې پدې برخه کې د ترکیې رول مهم دی.

ناسته د ډالیو په تبادلې پایته ورسېده او دواړو لورو پر لاندنیو مواردو هوکړه وکړه:

  • د سټندرډ ملي ادارې (انسا) د لومړیتوبونو د مشخص کولو لپاره د ګډې کمېټې تشکیل
  • د انسا د بېلابېلو برخو د اړتیاوو مشخص کولو په اړه د پروپوزل په بڼه د یو چوکاټ چمتو کول
  • د اړتیاوو او وړاندیزونو د شریکولو په هکله په کابل کې د ټيکا په دفتر کې ناستې ته زمینه برابرول

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې نوې رهبري هلې ځلې کوي څو له نړیوالو مرستندویو هېوادونو او نورو بنسټونو سره د همغږۍ او اړیکو په بیا تامینولو سره په هېواد کې د سټنډرډ جوړونې چارې ګړندۍ کړي.

Latest news

Thu, Sep 25 2025 10:32 AM
Background image

Announcement for the Procurement of 12,000 kg of Liquid Gas for the Fiscal Year 1404

The Afghanistan National Standards Authority (ANSA) invites all eligible bidders to participate in the procurement process for 12,000 kilograms of liquid gas for the fiscal year 1404.. . .

Sun, Sep 07 2025 2:49 PM
Background image

National Standards Authority Returned a Shipment of Substandard Construction Materials to Iran

Mil 78 Port, Farah – September 6, 2025

The technical team of the National Standards Authority at Mil 78 Port in Farah, during the assessment of a shipment of steel girders and C. . .

BACK TO NEWS

د انسا مشرتابه پلاوي په کابل کې مېشت د ټیکا له رییس سره وکتل