د بلخ ولایت د نفتي موادو لابرتوارونه د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) ته وسپارل شول

Moasaq_admin
Thu, Nov 14 2019 10:05 AM
د بلخ ولایت د نفتي موادو لابرتوارونه د سټنډرډ ملي ادارې انسا ته وسپارل شول

د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم او د تدارکاتو ملي ادارې د پرېکړې له مخې د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) د مالي او اداري مرستیال ښاغلي احسان جلالزي په مشرۍ یو پلاوي چې د نفتي موادو د برخې کار کوونکي او انجنیران په کې شامل وو، بلخ ولایت ته رسمي سفر وکړ چې په لړ کې یې د حیرتانو بندر د نفتي موادو لابراتوارونه د نفتي موادو د تصدۍ له ادارې څخه د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) ته وسپارل شول.

یاد پلاوي د دغه سفر په لړ کې د بلخ ولایت له مرستیال او سرپرست والي شجاع الدین شجاع سره لیدنه وکړه چې پر یو شمېر اړینو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې. د دې لیدنې په اوږدو کې ښاغلي جلالزي د ادارې موخې وړاندې وکړې او د نفتي موادو د کیفیت د کنټرول پر ارزښت یې بحث وکړ. نوموړي دغه راز د بلخ ولایت مقام ته د تدارکاتي پرېکړې له مخې دغې ادارې ته د نفتي موادو د لابراتوارونو د سپارلو خبر ورکړ او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د دې لیدنې په اوږدو کې ښاغلي شجاع له یادې پلاوي سره د همکارۍ ژمنه وکړه او د حیرتانو بندر ته د سفر په موخه یې د امنیت ډاډ ورکړ.

د دې سفر په لړ کې ښاغلي جلالزي له خصوصي سکټور، په بلخ ولایت کې د سټنډرډ ملي ادارې له امریت او له یو شمېر نورو اړوندو برخو سره لیدنې وکړې چې په پای کې د ولایت مقام د یو شمېر چارواکو په ملتیا یې د حیرتانو بندر ته سفر وکړ او د نفتي موادو د لابراتوارونو تسلیمي یې وکړه.

 

Latest news

Thu, Sep 25 2025 10:32 AM
Background image

Announcement for the Procurement of 12,000 kg of Liquid Gas for the Fiscal Year 1404

The Afghanistan National Standards Authority (ANSA) invites all eligible bidders to participate in the procurement process for 12,000 kilograms of liquid gas for the fiscal year 1404.. . .

Sun, Sep 07 2025 2:49 PM
Background image

National Standards Authority Returned a Shipment of Substandard Construction Materials to Iran

Mil 78 Port, Farah – September 6, 2025

The technical team of the National Standards Authority at Mil 78 Port in Farah, during the assessment of a shipment of steel girders and C. . .

BACK TO NEWS

د بلخ ولایت د نفتي موادو لابرتوارونه د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) ته وسپارل شول