د سټنډرډ ملي ادارې ملت ته د (۱۳۹۸) کال د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه راپور ورکړ.

Moasaq_admin
Sat, Mar 14 2020 2:48 PM
د سټنډرډ ملي ادارې ملت ته د ۱۳۹۸ کال د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه راپور ورکړ.

د سټنډرډ ملي ادارې په (۲۴/کب/۱۳۹۸) نېټه د سه شنبې په ورځ د دولت د رسنیو په مرکز کې د (ملت ته د دولت ځواب ورکول) په پروګرام کې د (۱۳۹۸) کال د فعالیونو او لاسته راوړنو په اړه د رسنیو په وړاندې خپل راپور وړاندې کړ. د دغې ادارې لوی رییس ډاکټر محمد موسی عَلَمي د تېر کال د پروګرامونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او په وینا یې چې سټنډرډ ملي اداره په پرله پسې توګه هڅه کوي، څو د وارداتي او صادراتي توکو د کیفیت، له خصوصي سکټور ملاتړ، د خدماتي پروسو کیفیت او د محصولاتو معیاري کول، د صادراتو وده، عامه روغتیا او د چاپېریال ساتنې په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي عَلَمي د دغې ادارې د (۱۳۹۸) کال ټولیزې لاسته راوړنې په دې ډول وړاندې کړې.

  • د مټرولوژۍ د قانون د مسودې نهايي کول
  • په بندرونو کې د ساختماني توکو د کیفیت د کنټرول طرزالعمل ترتیب
  • د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د ژمنو پر اساس د سټنډرډونو د ترویج او تدوین د طرزالعمل ترتیب
  • د سټراتيژیک پنځه کلن پلان او اداري عمل پلان را منځ ته کول
  • د کیفیت د ملي پالیسۍ نهايي کول
  •  د ساختماني کوډونو او سټنډرډونو پر تطبیق د څار د طرزالعمل مسودې چمتو کول
  • د مرکزي لابراتوارونو د لابراتواري شبکې سېسټم د طرحې چمتو کول
  • په څوارلسو بېلا بېلو سکټورونو کې د (۴۰) ملي سټنډرډونو پاس کول او د شپږ ملي کوډونو بیا کتنه

ښاغلي عَلَمي زیاته کړه له درېیو میاشتو راهیسې چې د نفتي توکو د کیفیت کنټرول مسوولیت انسا ادارې ته ورکړل شوی دی، په شپږو بندرونو اقینه، حیرتان، تورغونډۍ، اسلام قلعه، فراه او نیمروز کې (۲۷۱۹۳) شمېر واګون او ټانکرونه چې ټولیز وزن یې (۸۲۷۲۹۰) مټریک ټن ته رسېږي، کیفیت یې تثبیت شوی دی چې له دې جملې څخه (۱۵۱۲) ټنه نفتي توکي غیر سټنډرډ ثبت او هېواد ته یې له واردولو څخه مخنیوی شوی دی. نوموړي په هرات، بلخ، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د ساختماني توکو او مټرولوژۍ د لابراتوارونو د پرانیستلو اړوند خبرې وکړې او د خوراکي توکو او برښنا سامانونو د فعالولو د طرحې یادونه یې وکړه. هغه زیاته کړه، د سټنډرډ ملي ادارې په (۱۳۹۸) کال کې شاوخوا (۹۱،۲۸) سلنه پراختیايي بودجه لګولې ده او شاوخوا (۲۸۸) ملیونه افغانۍ عواید یې لرلي دي. د دغه پروګرام په پای کې د رسنیو ته قناعت بښونکي ځوابونه ورکړل شول.

Latest news

Thu, Sep 25 2025 10:32 AM
Background image

Announcement for the Procurement of 12,000 kg of Liquid Gas for the Fiscal Year 1404

The Afghanistan National Standards Authority (ANSA) invites all eligible bidders to participate in the procurement process for 12,000 kilograms of liquid gas for the fiscal year 1404.. . .

Sun, Sep 07 2025 2:49 PM
Background image

National Standards Authority Returned a Shipment of Substandard Construction Materials to Iran

Mil 78 Port, Farah – September 6, 2025

The technical team of the National Standards Authority at Mil 78 Port in Farah, during the assessment of a shipment of steel girders and C. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې ملت ته د (۱۳۹۸) کال د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه راپور ورکړ.