د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ پلاوي په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د دې ادارې د څانګو له کاري پروسې څخه لیدنه وکړه.
سه شنبه
۲۱/سلواغه/۱۴۰۰
د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس مفتي محمد حامد په مشرۍ پلاوي چې د معاینې متخصصیونو هم په کې برخه لرله، په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې یې د دې ادارې د امریتونو او (TCRC) کمپنۍ له کاري پروسې څخه لیدنه وکړه.
په دغه سفر کې ښاغلي حامد په یادو ولایتونو کې د امریتونو د چارو په چټکیا او شفافیت ټینګار وکړ او د نفتي توکو د معیاري کولو په پروسه کې د شته ستونزو د حل په موخه یې د ولایت په کچه له مسوولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره کړې چې د سوداګرو ستونزې، د نفتي توکو د کیفیت ښه والی او پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحثونه ترسره شول.
د ښاغلي مفتي محمد حامد په مشرۍ یادو ولایتونو ته د پلاوي د سفر موخه د ولایتي څانګو او سوداګرو د ستونزو تشخیص او حل لارې وړاندې کول وو چې له مخې یې د نفتي توکو د معیاري کولو پر پروسه ټینګار او سوداګرو ته د نفتي توکو دا واردولو په برخه کې د اسانتیاو راوستل وو.