د سټنډرډ ملي ادارې لوی رئیس د Starta شرکت له رئیس سره لیدنه وکړه.

یکشنبه (۶ ذوالقعده ۱۴۴۳)
د سټنډرډ ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي الحاج ملا فیض الله تمیم د Starta شرکت له رئیس ښاغلي احمد اقبال احمدي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د چارو د ښه والي او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو بحث ترسره شو. د یاد شرکت رئیس د انسا ادارې د لوی رئیس له صادقانه خدمتونو او همکاریو څخه مننه وکړه او دواړو اړخونو د هېواد د ابادۍ او ودې په موخه په دوه اړخیزه همکاریو او همغږۍ یې ټینګار وکړ.