په سټنډرډ ملي اداره کې د چلند ډول او کاري انضباط اړوند زده کړیز پروګرام ترسره شو.

په سټنډرډ ملي اداره کې د چلند ډول او کاري انضباط تر سرلیک لاندې زده کړیز پروګرام ترسره شو. په دغه پروګرام کې د د عامه پوهاوي او اړیکو امر او د دې ادارې ویاند ښاغلي عاشق الله وزیري، د وړتیا لوړونې امر او یو شمېر زیاتو کارکوونکو په کې برخه لرله.
یاد پروګرام د ۷ او ۸ بستونو د کارکوونکو ترمنځ د نظم، ډسیپلین او اغېزمنو کاري اړیکو د ایجاد په موخه ترسره شو.