د افغانستان اوسپنې د ویلي کولود اتحادیې د څارنې د بهیر په اړه د راپور ورکولو غونډه د افغانستا

Moasaq_admin
Thu, Sep 22 2022 11:20 AM
د افغانستان اوسپنې د ویلي کولود اتحادیې د څارنې د بهیر په اړه د راپور ورکولو غونډه د افغانستان اسلامي امارت د سټنډرډ ملي ادارې او د اوسپنې د ویلي کولو د اتحادیې د اجراییوي بورډ مشرتابه تر منځ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي الحاج ملا فیض الله تمیم، د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي مفتي محمد حامد،  د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري,د ارزونې او مطابقت رئیس ښاغلي مفتي فضل الرحمن منصور

ښاغلي عبدالناصر رشتیا د اوسپنې ویلې کولو د اتحادیې  اجراییوي رئیس انجنیر عنایت الله یما، انجینر ظریف عثماني او د انسا د څانګې نورو محترمو غړو او د اتحادیې محترمو اجرایوي بورډ ته د ستاینلیکونو د وړاندې کولو په موخه د اوسپنې د ویلې کولو فابریکو د تولید د څارنې پروسې په اړه راپور د اوسپنې د فابریکې د تولید د معیاري کولو پر بنسټ جوړ شوی وه.

 

په دې غونډه کې د اوسپنې د محصولاتو او اکمالاتو د دوامدارې څارنې لپاره د کړنلارې د جوړولو د څرنګوالي په اړه د غونډې د غړو ترمنځ خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه چې په پایله کې یې د راتلونکو اقداماتو لپاره لازم تصمیمونه ونیول شول.

Latest news

Thu, Sep 25 2025 10:32 AM
Background image

Announcement for the Procurement of 12,000 kg of Liquid Gas for the Fiscal Year 1404

The Afghanistan National Standards Authority (ANSA) invites all eligible bidders to participate in the procurement process for 12,000 kilograms of liquid gas for the fiscal year 1404.. . .

Sun, Sep 07 2025 2:49 PM
Background image

National Standards Authority Returned a Shipment of Substandard Construction Materials to Iran

Mil 78 Port, Farah – September 6, 2025

The technical team of the National Standards Authority at Mil 78 Port in Farah, during the assessment of a shipment of steel girders and C. . .

BACK TO NEWS

د افغانستان اوسپنې د ویلي کولود اتحادیې د څارنې د بهیر په اړه د راپور ورکولو غونډه د افغانستا