د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله "تمیم" د کندهار ولایت د تیلو پمپ استیشنونو مسؤلینو سره وکتل

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس او پلاوي کندهار ولایت کې د تیلو د کیفیت لوړولو د پروسې په جریان کې د کندهار ولایت د تیلو پمپ استیشنونو استازو ,تجارت خونې رئیس ,د کندهار ولایت شاروالې مرستیال, د مقام ولایت استازي او د تیلو اتحادیې رئیس سره غونډه وکړه.
یاد غونډه کې الحاج ملا فیص الله تمیم ټولو ته ښه راغلاست وویل او له ټولو مرتبطو اداراتو مننه وکړه چې په یاده پروسه کې موږ سره فعاله ونډه اخیستې ده. نوموړي زیاته کړه موږ د تیلو پمپ استیشنونو د نظارت پروسه د تیلو د کیفیت د لوړولو او اصلاح لپاره پیل کړې چې ولس مو د بې کیفیته تیلو په استعمال سره متضرره نشي موږ تاسو ته پوره ډاډ درکوو چې د تیر وخت پر پرتله د نفتي توکو کیفیت لوړ شوی دی.
همدارنګه د کندهار ولایت شاروالۍ معاون د سټنډرډ ملي ادارې د کړنو څخه خوشحالي وښودله او ورته اقدام یې بې څارې وبللو.
غونډه په پای کې ټولو پمپ استیشنونو استازو تعهد وکړ چې د
غونډه د مشرانو په دعا سره پای ته ورسیدله.