زبیح الله زیارمل د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په توګه وټاکل شو.

Moasaq_admin
Wed, May 19 2021 9:26 AM
زبیح الله زیارمل د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په توګه وټاکل شو.

۲۸/غویی/ ۱۴۰۰

زبیح الله زیارمل د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم پر بنسټ د سټنډرډ ملي ادرې د لوی رییس په توګه وټاکل شو. د نوموړي په معرفت غونډه کې چې د جمهوري ریاست د عامه او سټراتیژیکو اړیکو ادارې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانون پوه سرور دانش، د بهرنیو چارو او اقتصاد وزیرانو، د مشرانو جرګې مرستیال، خصوصي سکټور، د دې ادارې پخواني رییس او لسګونه نورو اړوندو مسوولینو او د رسنیو استازو په کې برخه درلوده.

ښاغلي دانش د دې ادارې لپاره د ښاغلي زیارمل په ټاکنه خوښي وښوده او د پخواني رییس ښاغلي عزیز احمدزي له هڅو یې مننه وکړه. ښاغلي دانش د سټنډرډ ملي ادارې رهبري یو دروند مسوولیت یاد کړ او د سټنډرډ پر ارزښت او د دې ادارې پر مکلفیتونو، فرصتونو او خنډونو یې بحث وکړ. هغه د دې ادارې له نوې رهبرۍ په غوښتنې سره و ویل چې د ادارې پیاوړتیا ته جدي پاملرنه وکړي.

دغه راز د سټنډرډ ملي ادارې پخواني رییس عزیز احمدزي ښاغلي زیارمل ته د نوي مسوولیت مبارکي ورکړه او په وینا یې چې په دې اداره کې موجود ظرفیت کولای شي، چارې په غوره توګه تنظیم او پر مخ یوسي. نوموړي د دې ادارې په وروستیو لاسته رواړنو او له بهرنیو هېوادونو سره د دې ادارې پر هوکړه لیکونو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د نوې رهبرۍ د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د دې ترڅنګ ښاغلي زیارمل د خپلو خبرو پر مهال د دې ادارې لپاره د نوموړي پر ټاکنه د ولسمشر له باور مننه وکړه او په خبره یې چې د ادارې د پیاوړتیا او د چارو د لا ښه سمون او پرمختګ په موخه یې لومړیتوبونه په لسو پروګرامونو کې تنظیم کړي دي چې په لاندې ډول دي:

1. رغیزه مهندسي او د ملي او نړیوالو سټنډرډونو د ګډې ژبې ایجاد

2. د ادارې د مسلکي ظرفیتونو لوړول

3. له بهرنیو هېوادونو سره له ترسره شوو هوکړه لیکونو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه او د لا نورې همکارۍ او تجربې د لاسه راوړلو په موخه د نورو هوکړو ترسره کول

4. د محصول او مدیریت کیفي تصدیق لیکونو ISI 9001_2015 وېش

5. د هېواد پر تولیدي توکو او محصولاتو د سټنډرډ د نښان ترویج او د معیاري توکو د تلپاتې نندارتون جوړول

6. د غوره چوپړتیاو د وړاندې کولو په موخه د ستوریز ملي پروګرام طبقه بندي کول

7. د مټرولوژۍ د قانون پیاوړي کول او د مټرولوژۍ د انسټیټیوټ ایجاد

8. په معیاري توګه د اداري بنسټونو غوره رغونه

9. د ودانیزو، لویو لارو او سړکونو د کوډونو بیا کتنه

10. د ادارې د سټراتیژیک پلان پر بنسټ د کړنلارې ترتیبول

د یادو لومړیتوبونو پلي کول د ملي باور لوړووالي، د پانګې جلبولو، د صادراتو پراختیا، تلپاتې مصونیت، د غوره چوپړتیاو وړاندې کولو او په ښه توګه نړیوال بازار ته د هېواد د توکو او محصولاتو وړاندې کولو سبب ګرځي.

د غونډې په پای کې ښاغلی زیارمل د اړوند پلاوي په ملتیا سټنډرډ ملي ادارې ته تشریف راوړ او په رسمي توګه د دې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

 

Latest news

Thu, Sep 25 2025 10:32 AM
Background image

Announcement for the Procurement of 12,000 kg of Liquid Gas for the Fiscal Year 1404

The Afghanistan National Standards Authority (ANSA) invites all eligible bidders to participate in the procurement process for 12,000 kilograms of liquid gas for the fiscal year 1404.. . .

Sun, Sep 07 2025 2:49 PM
Background image

National Standards Authority Returned a Shipment of Substandard Construction Materials to Iran

Mil 78 Port, Farah – September 6, 2025

The technical team of the National Standards Authority at Mil 78 Port in Farah, during the assessment of a shipment of steel girders and C. . .

BACK TO NEWS

زبیح الله زیارمل د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په توګه وټاکل شو.