په سټنډرډ ملي ادارې کې د بریښنایي تجهیزاتو لابراتوارونو، ساختماني توکو او تصدیق پاڼو ډیزاینونو نهایي کولو لپاره غونډه جوړه شوې وه
دغه غونډه د سټنډرډ ملي اداري مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عطاالله فرید، د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مفتي محمد حامد، د مطابقت او ارزونې رئیس مفتي فضل اارحمن منصور, اداري او مالي رئیس مولوي حنیف او د مالیې وزارت رئیسانو، کارپوهانو او د اړوندو ادارو مسوولینو په حضور کې جوړه ترسره شوه.
په دې غونډه کې برېښنایي وسایلو، ساختماني موادو لابراتوارونو او د تصدیق څانګې د طرحې د نهايي کولو په اړه بحث او د نظریاتو تبادله وشوه. یادې پروژې مخکې د مالیې وزارت او د سټنډرډ ملي ادارې د ګډ تخنیکي ټیم له خوا تنظیم شوې وې او د پریزنټیشن په بڼه وړاندې شوې وې.
دغه پروژې د کورنيو توکو او توليداتو د کيفيت په لوړولو او د ملي عوايدو د زياتوالي په برخه کې ډېرې مهمې دي او د هغو پلي کېدل د هېواد د اقتصاد په پياوړتيا کې مهم ګام بلل کېږي