د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د ننګرهار ولایت امریت او تورخم له بندر څخه لیدنه وکړه

Moasaq_admin
Tue, Nov 15 2022 9:40 AM
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د ننګرهار ولایت امریت او تورخم له بندر څخه لیدنه وکړه

د  سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله " تمیم"  د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ننګرهار ولایت امریت او تورخم له بندر څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د مطابقت ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن منصور، د ادارې سلاکار انجینر محمد طارق صافی او مسؤلین ملګري وو.

د دغه سفر موخه په يادو بندرونو کې د انسا ادارې د فعاليتونو څېړنه او د سوداګرو لپاره د لازمو اسانتياوو برابرول وو.

د  سټنډرډ ملي ادارې مشرتابه پلاوي د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو او د چارو د ښه والي په موخه د دې ولایت له مسؤلینو سره وکتل او په دې اړه یې د ننګرهار ولایت د سټنډرډ ملي ادارې مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

Latest news

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د ننګرهار ولایت امریت او تورخم له بندر څخه لیدنه وکړه