د سټنډرډ ملي ادارې لخوا په فراه 78 میل  بندر کې 7 ټانکره بې کیفیته تیل ایران هېواد ته بېرته مسترد کړل.

Moasaq_admin
Mon, Nov 21 2022 10:36 AM
د سټنډرډ ملي ادارې لخوا په فراه 78 میل  بندر کې 7 ټانکره بې کیفیته تیل ایران هېواد ته بېرته مسترد کړل.

 

د سټنډرډ ملي ادارې له لوري په فراه  ولایت کې 7 ټانکره بې کیفیته نفتي توکي (ډیزل تیل) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران هېواد ته مسترد شول.

په فراه ولایت کې د سټنډرډ ملي ادارې د کیفیت د لابراټواري ټیسټ وروسته 7 ټانکره تیل چې د دې ادارې د سټنډرډونو خلاف وو او پایله یې منفي وه، له مستردۍ وروسته ایران هېواد ته وګرځول شول.

په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تیلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. او له ټولو سوداګرو غواړي تر څو هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه ورته قانوني عمل سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې څخه مخکې ستڼډرډ ملي ادارې په کراتو بې کیفیته تیل د هېواد په بنادرو کې مسترد کړي دي.

ویډیو

Latest news

Thu, Sep 25 2025 10:32 AM
Background image

Announcement for the Procurement of 12,000 kg of Liquid Gas for the Fiscal Year 1404

The Afghanistan National Standards Authority (ANSA) invites all eligible bidders to participate in the procurement process for 12,000 kilograms of liquid gas for the fiscal year 1404.. . .

Sun, Sep 07 2025 2:49 PM
Background image

National Standards Authority Returned a Shipment of Substandard Construction Materials to Iran

Mil 78 Port, Farah – September 6, 2025

The technical team of the National Standards Authority at Mil 78 Port in Farah, during the assessment of a shipment of steel girders and C. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې لخوا په فراه 78 میل  بندر کې 7 ټانکره بې کیفیته تیل ایران هېواد ته بېرته مسترد کړل.