د سټنډرډ ملي ادارې د یو بې ساري اقدام په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ اړوند (۳۸۵) عراده موټر او تجهیزات نورم کړي دي.

Moasaq_admin
Mon, Jun 26 2023 8:22 AM
د سټنډرډ ملي ادارې د یو بې ساري اقدام په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ اړوند ۳۸۵ عراده موټر او تجهیزات نورم کړي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت امریت تخنیکي ټیم د رسمي غوښتنې له مخې د کابل ښاروالۍ د تنظیف عالي ریاست ته مراجعه وکړه. د ياد شوي ټيم د هراړخيزو هلو ځلو په پايله کې د (۳۸۵) ډوله موټرونو د تېلو د مصرف اندازه وټاکل شوه.
د نورم تثبیت خدمتونه په هیواد کې د مالي او اقتصادي سرچینو د سپمولو او اغیزمن کارولو په برخه کې خورا مهم دي. د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت امریت کوښښ کوي  ترڅو د تجهیزاتو ، ماشینونو او وسیلو لخوا مصرف شوي د تیلو مقدار دقیق اندازه کړي.

Latest news

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د یو بې ساري اقدام په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ اړوند (۳۸۵) عراده موټر او تجهیزات نورم کړي دي.