د سټنډرډ ملي ادارې د تقنیني اسنادو د طرح کولو کمیټې غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د تقنیني اسنادو د طرح کولو کمیټې غونډه ددې کمیټې د غړو په ګډون سره د پلان او پالیسي په ریاست کې جوړه شوه. ددې کمیټې غړو د سټنډرډ جوړونې د قانون احکام وڅېړل او خپل نظرونه یې ددې قانون د ښه والي په برخه کې وړاندې کړل.
ددې غونډې په پای کې د سټنډرډ جوړونې په دویم قانون چې د سټنډرډ جوړونې د موخو په اړه و تائید شو او پریکړه وشوه څو په راتلونکي کې د دریمې مادې په اړوند چې منځپانګه یې اصطلاحات جوړوي، مستند دلایل وړاندې شي.