نیمروز ته د انسا د اداري او مالي چارو مرستیال لومړنی رسمي سفر

admin_omid
Mon, Mar 18 2019 1:11 PM
نیمروز ته د انسا د اداري او مالي چارو مرستیال لومړنی رسمي سفر

د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) د اداري او مالي چارو مرستیال احسان جلالزي د شنبې په ورځ (د ۱۳۹۷ کال د کب ۱۸) د یوه پلاوي په ملتیا خپل لومړنی ولایتي سفر له نیمروز ولایت څخه پیل کړ. ښاغلي جلالزي د دغه سفر په ترڅ کې له سیمه ایزو مسوولینو، د انسا سیمه ایز دفتر له کارکوونکو او نورو اړونده ادارو له استازو او یو شمېر سوداګرو سره ولیدل او اړونده چارې یې وارزولې.

ښاغلي جلالزي په یوه دوستانه فضا کې د نیمروز له والي ؟ سلطاني سره ولیدل او د سټنډرډ اړوند بېلابېلو مسایلو یې خبرې وکړې.

ورپسې، د انسا د اداري او مالي چارو مرستیال د مرکز زرنج ښار کې د دغې ادارې سیمه ایز دفتر ته معرفي شو. له لنډې پېژندنې او د موجودو اسنادو له اروزنې وروسته ښاغلي جلالزي د انسا د زرنج څانګې ته د لازمو لارښوونو په ترڅ کې وویل چې د دغې څانګې ټولې شعبې دې په جلا جلا توګه د خپلو چارو اړوند راپورونه چمتو او د انسا مرکزي دفتر ته دې وسپاري.

له هغې وروسته، ښاغلی جلالزی او ورسره مل پلاوی یې له ایران سره پر صفري کرښې بندر ته ولاړ او هلته یې د نفتي توکو د ارزونې لابراتوارونه له نږدې وکتل. نوموړي د ټسټ او ارزونې د لابراتوارونو له ارزونې وروسته یې اړونده کارکوونکو ته پر یو لړ مهمو مسایلو کې له غور او دقت د کار اخیستو لارښوونه وکړه.

د انسا د اداري او مالي چارو مرستیال د یکشنبې په ورځ د سهار په ۸ بجو او ۳۰ دقیقو د دغې ادارې سیمه ایز دفتر ته ورغی او هلته یې پر یو لړ مهمو مسایلو ځانګړې ناسته جوړه کړه. په ناسته کې، د زرنج سیمه ایز دفتر له مسوولینو او کارکوونکو سره د سټنډرډ په برخه کې پر موجودو چلنجونو خبرې وشوې او پر حل لارو او نویو پلانونو تمرکز وشو.

په پای کې ښاغلي جلالزي په نیمروز کې د نفتي توکو له سوداګرو سره رسمي ناسته وکړه او د سټنډرډ په اړه یې د هغوی ستونزې واورېدې. د ناستې په پای کې، د انسا د اداري او مالي چارو مرستیال پر دغو چلنجونو ژور بحث وکړ او ټینګار یې وکړ چې د اړونده همکارانو او ښکېلو اړخونو په مرسته به ژر تر ژره له دغو چلنجونو د تېرېدو لپاره میکانیزم جوړوي.

له دغه دوه ورځني سفر وروسته، ښاغلی جلالزی د دوشنبې په ورځ بېرته کابل ته راورسېد او د سفر جزییات یې د انسا له مشرتابه او د دغې ادارې له اړونده مسوولینو سره شریک کړل او د مثبت بدلون رامنځته کېدو په تړاو یې خپلې غوښتنې او لارښوونې شریکې کړې.

Latest news

Thu, Sep 25 2025 10:32 AM
Background image

Announcement for the Procurement of 12,000 kg of Liquid Gas for the Fiscal Year 1404

The Afghanistan National Standards Authority (ANSA) invites all eligible bidders to participate in the procurement process for 12,000 kilograms of liquid gas for the fiscal year 1404.. . .

Sun, Sep 07 2025 2:49 PM
Background image

National Standards Authority Returned a Shipment of Substandard Construction Materials to Iran

Mil 78 Port, Farah – September 6, 2025

The technical team of the National Standards Authority at Mil 78 Port in Farah, during the assessment of a shipment of steel girders and C. . .

BACK TO NEWS

نیمروز ته د انسا د اداري او مالي چارو مرستیال لومړنی رسمي سفر