د سټنډرډ ملي ادارې د اساسي قانون شپاړسمه کلیزه ولمانځله.

Moasaq_admin
Thu, Jan 09 2020 11:12 AM
د سټنډرډ ملي ادارې د اساسي قانون شپاړسمه کلیزه ولمانځله.

د سټنډرډ ملي ادارې د (۱۸/مرغومی/۱۳۹۸) نېټه د هېواد د اساسي قانون شپاړسمه کلیزه د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځله. په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د دغې ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوېد صدیقي، مالي او اداري مرستیال احسان جلالزي، حقوقي سلاکار محمد بشیر بهرام، د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون د اساسي قانون د تشریح او حقوقي مشورو ډیپارټمنټ رییس خلیل الله حبیبي، د دغې ادارې یو شمېر رییسانو او کارمندانو برخه درلوده.

په دغه غونډه کې ښاغلي صدیقي د اساسي قانون په تړاو خبرې وکړې او په وینا یې چې په اساسي قانون کې د جوړښت له مخې منل شوې او پر مختللې تګلارې پلې شوې دي او همدا راز له معنوي اړخه هم په کې اسلامي ارزښتونه په پام کې نیول شوي دي چې د اساسي قانون ارزښت یې لوړ کړی دی.

د دې ترڅنګ حقوقي سلاکار محمد بشیر بهرام و ویل چې د دولتونو د مشروعیت اساس اساسي قانون دی او د ټولو ستونزو حل یې د اساسي قانون تطبیقول وګڼل. د نوموړي په وینا په یوه ټولنه کې د خلکو د ارامتیا کچه د قانون د حاکمیت له کچې سره برابره ده او په یوه ټولنه کې باید غوره قدرت اساسي قانون وي.

ښاغلي بهرام د خپلو وړاندیزونو په تړاو و ویل چې د اساسي قانون په اړه خلکو د پوهاوي لپاره دې د اساسي قانون یو شمېر مهمې مادې د معارف وزارت له خوا په تعلیمي نصاب کې درج شي.

همدا راز ښاغلي حبیبي د اساسي قانون د شپاړسمې کلیزې د لمانځلو په تړاو له سټنډرډ ملي ادارې څخه مننه وکړه او د اساسي قانون د ارزښت او لاسته راوړنو په تړاو یې خبرې وکړې. هغه د اساسي قانون پر یو شمېر موضوعاتو بحث وکړ او ترڅنګ یې په تېرو شپاړسو کلونو کې د اساسي قانون د یو شمېر پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

Latest news

Thu, Sep 25 2025 10:32 AM
Background image

Announcement for the Procurement of 12,000 kg of Liquid Gas for the Fiscal Year 1404

The Afghanistan National Standards Authority (ANSA) invites all eligible bidders to participate in the procurement process for 12,000 kilograms of liquid gas for the fiscal year 1404.. . .

Sun, Sep 07 2025 2:49 PM
Background image

National Standards Authority Returned a Shipment of Substandard Construction Materials to Iran

Mil 78 Port, Farah – September 6, 2025

The technical team of the National Standards Authority at Mil 78 Port in Farah, during the assessment of a shipment of steel girders and C. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د اساسي قانون شپاړسمه کلیزه ولمانځله.