د مټرولوژۍ قانون طرحه د کابینې د قوانینو کمېټې غونډې ته وړاندې شوه.

Moasaq_admin
Tue, Jan 14 2020 11:50 AM
د مټرولوژۍ قانون طرحه د کابینې د قوانینو کمېټې غونډې ته وړاندې شوه.

سه شنبه

۱۳۹۸/مرغومی/۲۴

د کابینې د قوانینو کمېټې غونډه چې د تېرې یکشنبې په ورځ د ولسمشر د دویم مرستیال او د قوانینو د کمېټې د رییس استاد سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه، د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوېد صدیقي، د پلان او پالیسۍ رییس او د مټرولوژۍ امر هم په کې برخه درلوده. په غونډه کې د یو شمېر نورو موضوعاتو تر څنګ د مټرولوژۍ قانون پر طرحه هم بحث وشو.

د مټرولوژۍ قانون طرحه د عدلیې د وزیر عبدالبصیر انور له خوا غونډې ته وړاندې شوه چې په اړه یې بېلا بېل نظرونه ورکړل شول. د مټرولوژۍ قانون د طرحې موخه د اندازه ګیرۍ د واحدونو د تنظیم او تطبیق، د اندازه ګیرۍ د نړیوالو واحدونو د تطبیق او ترویج لپاره د زمینې برابرول، د دغو واحدونو د کارونې لپاره د خصوصي سکټور تشویق او په معاملاتو کې د اندازه ګیرۍ د سټنډرډ وسایلو څخه په ګټه اخیستنې د پیریدونکي او مستهلک د حقوقو تامینول دي چې په اتو فصلونو او (۳۳) مادو کې ترتیب شوې ده.

د غونډې په اوږدو غوره وګڼل شوه، څو دغه طرحه په یوه مقرره بدله شي او د عدلیې وزارت دې یې د سټنډرډ ملي ادارې د صلاحیت لرونکي استازي سره یو ځای د نورو مراحلو لپاره کابینې ته واستوي.

Latest news

Thu, Sep 25 2025 10:32 AM
Background image

Announcement for the Procurement of 12,000 kg of Liquid Gas for the Fiscal Year 1404

The Afghanistan National Standards Authority (ANSA) invites all eligible bidders to participate in the procurement process for 12,000 kilograms of liquid gas for the fiscal year 1404.. . .

Sun, Sep 07 2025 2:49 PM
Background image

National Standards Authority Returned a Shipment of Substandard Construction Materials to Iran

Mil 78 Port, Farah – September 6, 2025

The technical team of the National Standards Authority at Mil 78 Port in Farah, during the assessment of a shipment of steel girders and C. . .

BACK TO NEWS

د مټرولوژۍ قانون طرحه د کابینې د قوانینو کمېټې غونډې ته وړاندې شوه.