د مټرولوژۍ قانون طرحه د کابینې د قوانینو کمېټې غونډې ته وړاندې شوه.

Moasaq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۱۱:۵۰
د مټرولوژۍ قانون طرحه د کابینې د قوانینو کمېټې غونډې ته وړاندې شوه.

سه شنبه

۱۳۹۸/مرغومی/۲۴

د کابینې د قوانینو کمېټې غونډه چې د تېرې یکشنبې په ورځ د ولسمشر د دویم مرستیال او د قوانینو د کمېټې د رییس استاد سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه، د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوېد صدیقي، د پلان او پالیسۍ رییس او د مټرولوژۍ امر هم په کې برخه درلوده. په غونډه کې د یو شمېر نورو موضوعاتو تر څنګ د مټرولوژۍ قانون پر طرحه هم بحث وشو.

د مټرولوژۍ قانون طرحه د عدلیې د وزیر عبدالبصیر انور له خوا غونډې ته وړاندې شوه چې په اړه یې بېلا بېل نظرونه ورکړل شول. د مټرولوژۍ قانون د طرحې موخه د اندازه ګیرۍ د واحدونو د تنظیم او تطبیق، د اندازه ګیرۍ د نړیوالو واحدونو د تطبیق او ترویج لپاره د زمینې برابرول، د دغو واحدونو د کارونې لپاره د خصوصي سکټور تشویق او په معاملاتو کې د اندازه ګیرۍ د سټنډرډ وسایلو څخه په ګټه اخیستنې د پیریدونکي او مستهلک د حقوقو تامینول دي چې په اتو فصلونو او (۳۳) مادو کې ترتیب شوې ده.

د غونډې په اوږدو غوره وګڼل شوه، څو دغه طرحه په یوه مقرره بدله شي او د عدلیې وزارت دې یې د سټنډرډ ملي ادارې د صلاحیت لرونکي استازي سره یو ځای د نورو مراحلو لپاره کابینې ته واستوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۴۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو د تجهیزاتو چمتو کولو او تدارکاتو پروژې د قرارداد ورکولو پریکړې اعلان په اړه؛

د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارکاتو پروژې قرارداد، د اندورا متاء محترم تجارتي شرکت ته، چې د جواز شمیره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۲۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز د تدارک اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۱۲۰۰۰) کیلو ګرامه مایع ګاز د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. علاقه مندان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بېرته ایران ته ولېږدول

فراه ۷۸ میل بندر- ۱۴۰۴ سنبله، ۱۶مه

د سټنډرډ ملي ادارې د فراه ۷۸ میل بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو محموله نوع نبشي ټي چینل اوسپنه چې ټولیز وزن یې ۲۳ ټنه کیده، د ملي سټنډرډونو خلاف. . .

BACK TO NEWS

د مټرولوژۍ قانون طرحه د کابینې د قوانینو کمېټې غونډې ته وړاندې شوه.