د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو اتحادیې تر منځ ناسته ترسره شوه.

د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو اتحادیې تر منځ ناسته ترسره شوه. په دغه ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې د سټنډرډونو او ودانیزو ملي کوډونو د تدوین رئیس، د مطابقت ارزونې رئیس، د اوسپنې ویلې کولو د اتحادیې رئیس او د اړونده برخو یو شمېر مسئولینو برخه لرله.
د دې ناستې موخه د اوسپنې ویلې کولو په فابریکو کې د ملي او نړیوالو سټنډرډونو پلي کول، د هېواد په بازارونو کې د ودانیزو توکو په معیاري ډول پلور او د اوسپنې ویلې کولو په ټولو فابریکو کې (ASTM) سټنډرډ څخه ګټه اخیستل دي.
د سټنډرډ ملي اداره په دې هڅه کې ده، څو په یاده برخه کې ستونزو ته رسیدګي وکړي.