د سټنډرډ ملي ادارې او د ودانیزو شرکتونو اتحادیې (ABA) تر منځ ناسته ترسره شوه.

د سټنډرډ ملي ادارې او د ودانیزو شرکتونو اتحادیې تر منځ د همکارۍ او همغږۍ په موخه ګډه ناسته ترسره شوه. په دغه ناسته کې د دې ادارې تخنیکي عمومي رییسې ساناز سلیمي، د سټنډرډونو د تدوین رییس، د لابراټوارونو امر او د اتحادیې د ودانیزو توکو د ازمېیښت لابراټوارونو د تصدق مسوول فردوس میرزا برخه لرله.
په دغه ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې او اتحادیې ترمنځ په لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ بحث او نظرونه وړاندې شول. دغه راز د انسا ادارې پر لابراټوارونو سربېره په هېواد کې د ودانیزو توکو د کیفیت د ازمېیښت لابراټوارونو یادونه وشوه چې له مخې به یې ټول هغه لابراټوارونه څېړل کېږي چې په دې برخه کې فعالیت لري او د سټنډرډ ملي ادارې سره په همغږۍ او د جواز په اخیستلو دې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.