د سټنډرډ ملي ادارې مشرتابه په هیواد کې د خصوصي سکتور د نفتي موادو د لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه.

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په کابل کې د خصوصي سکتور د نفتي موادو د لابراتوار له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مفتي محمد حامد، د مطابقت ارزونې ریاست رئیس مفتي فضل الرحمن منصور، د دفتر رئیس محترم مولوي وحید احمد بدري، د اطلاعاتو او عامه اړیکو امر او ویاند عاشق الله وزیري ګډون کړی وو.
موخه یې په هیواد کې د خصوصي سکتور د لابراتوارونو وضعیت څیړل وو. د سټنډرډ ملي ادارې مشرتابه د ملي سټنډرډونو او معیارونو په چوکاټ کې د دغه لابراتوار د فعالیتونو د لیدلو پرمهال هغوی ته لازم توضیحات او سپارښتنې وکړې.