د سټنډرډ ملي ادارې په بلخ ولایت کې د سیخ ګول د خرڅلاو د مرکزونو او هټیو د تفتیش او څارنې بهیر پیل کړ.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۲:۳۲
د سټنډرډ ملي ادارې په بلخ ولایت کې د سیخ ګول د خرڅلاو د مرکزونو او هټیو د تفتیش او څارنې بهیر پیل کړ.

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې د بلخ ولایت په بازارونو کې د سیخانو د پلورلو د مرکزونو او هټیو د پلټنې بهیر پیل کړی دی. دغه بهیر د افغانستان د اوسپنې او فولادو د تولید د فابریکو له اتحادیې سره په همغږۍ  سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت او ارزونې تخنیکي ټیم له خوا د مزارشریف ښار په ځینو برخو کې روان دی.
دا پروسه چې په هېواد کې د ساختماني ډګر د معیاري کولو په موخه له دې وړاندې په کابل ښار کې پیل شوې وه، د سټنډرډ ملي ادارې له خوا په شفافه او جدي توګه پر مخ وړل کیږي. د سټنډرډ ملي ادارې رهبري په هېواد کې د اوسپنې له ټولو پلورونکو او عرضه کوونکو څخه غوښتنه کوي چې د بې کیفیته اوسپنې له پلورلو ډډه وکړي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د شعبوو لپاره د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د نصبولو قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د څانګو د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د تهیه او نصبولو قرارداد، محترم افغان سیکارام ساختماني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستنډرډ ملي ادارې د ودانیو دننه او بهرنیو برخو د رنګولو د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان ستنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستنډرډ ملي ادارې د ودانیو دننه او بهرنیو برخو د رنګولو قرارداد، محترم پرویز هارون حضرتي ساختماني شرکت ته، چې د جواز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک د بیا اعلان په اړه

سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې په بلخ ولایت کې د سیخ ګول د خرڅلاو د مرکزونو او هټیو د تفتیش او څارنې بهیر پیل کړ.