الحاج ملا فیض الله تمیم په ازبکستان هیواد کې د جي ټي ال شرکت (GTL) څخه لیدنه وکړه

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم د یو تخنیکي ټیم په ملتیا د ازبکستان هیواد GTL ګاز په مایع بدلولو له شرکت څخه لیدنه وکړه.
دغه کتنه کې د نفتي صنعت د معیاري کولو، په دې صنعت کې د پوهې او تخنیکي معلوماتو د تبادلې او د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه سر ته ورسیدله. د دغې ادارې عمومي رئيس د دغه شرکت له بېلابېلو څانګو څخه ليدنه وکړه او له مسوولينو سره يې د اړيکو د پراختيا او د لا زياتو همکاريو په باب هراړخيزې خبرې وکړې.