د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې ترمنځ ناسته وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۱:۷
د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې ترمنځ ناسته وشوه

په دې ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د دې ادارې تخنیکي مرستیال محترم محمد آصف قانت، د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې اجراییه رئیس محترم شریف عظیمي او د دواړو لوریو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی و.

دا ناسته د نوې کیدونکې انرژۍ د صنعت د ودې او ددې صنعت د تولیداتو او خدماتو د کیفیت د لوړولو په موخه جوړه شوې وه.

د ناستې په پیل کې، د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم وویل: "موږ ټول باید په ګډه سره هڅه وکړو ترڅو افغانستان د آبادۍ او پرمختګ په لور یوسوو." هغه زیاته کړه: "زموږ ژمنتیا دا ده چې په هېواد کې د پرمختللو او عصري وسایلو کارول دود کړو او د بې‌کیفیته توکو له واردېدو مخنیوی وکړو." د انساء ادارې عمومي رئیس پر لا زیاتو همکاریو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه: "موږ هڅه کوو چې پرمختللي لابراتوارونه او غوره خدمات وړاندې کړو او ان‌شاءالله غوره پایلو ته به ورسېږو."

ورپسې، د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې اجراییه رئیس د هېواد په کچه د نوې کیدونکې انرژۍ د سرچینو د اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له سټنډرډ ملي ادارې څخه یې د سټنډرډونو د تطبیق او د بې‌کیفیته توکو د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه په افغانستان کې د سولر سیستمونو او تولیداتو د پراختیا یادونه وکړه او ددې برخې لپاره یې د سټنډرډونو جوړول یوه عاجله اړتیا وبلله.

ددې ناستې په ترڅ کې، د انرژۍ د تولید پروژو په برخه کې د لا زیاتو پانګونو، غوره ستراتیژیو، د ستونزو د حل او د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه بحث وشو.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د پخواني هوکړه لیک پر بنسټ، د یو نوي هوکړه لیک مسوده چمتو او د دواړو لوریو ترمنځ د لاسلیک لپاره راتلونکې ناستې تنظیم شي.

نوې کیدونکې انرژي د افغانستان لپاره یوه نوې هیله ګڼل کېږي. د سټنډرډ ملي اداره ژمنه ده چې د نوې کیدونکې انرژۍ په برخه کې هېواد په پرمختللو امکاناتو سمبال کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک د بیا اعلان په اړه

سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۹:۳۹
Background image

د ستنډرډ ملي ادارې د یو شمېر مسلکي بستونو ازموینه واخیستل شوه

د ستنډرډ ملي ادارې د یو شمېر خالي بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې په کره او منظمه توګه واخیستل شوه، پدې آزموینه کې د ستنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال محترم مولوي محمد آصف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د چاپي او غیر چاپي قرطاسیې، پرنټر او کاپي ماشین رنګونو د قرارداد ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د اړتیا وړ چاپي او غیر چاپي قرطاسیې او د پرنټر او کاپي ماشین رنګونو د تهیه او تدارک قرارداد، محترم ظهیر حسین لمېټډ. . .

BACK TO NEWS

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې ترمنځ ناسته وشوه