د افغانستان لپاره د د چین هېواد د سټنډرډونو د لارښود تر عنوان لاندې تعلیمي پروګرام په سټنډرډ ملي اداره کې په آنلاین بڼه ترسره شو

د افغانستان لپاره د ساختماني سکټور په برخه کې د چین هېواد د سټنډرډونو د لارښود تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام د چین د سټنډرډونو د څانګې له خوا په انلاین ډول پیل شو. د دغه پروګرام د پرانیستلو په مراسمو کې د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مفتي محمد حامد، د چین د سټنډرډ نوښت ادارې مرستیال لی یوبینګ، د انسا ادارې تخنیکي سلاکار محمد طارق صافي، د مطابقت ارزیابي رئیس مفتی فضل الرحمن منصور، د پلان او پالیسۍ رئیس، د کابل پولیتخنیک پوهنتون استادانو او د اړوندو څانګومسوولینو ګډون کړی و.
د دغه پروګرام موخه په افغانستان کې د ساختماني سکتور په برخه کې د چین هېواد د معیارونو ازموینه او پرتله کول او د سټنډرډ ملي ادارې د مسلکي ظرفیتونو لوړول وو.
د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مفتي محمد حامد د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د چین د سټنډرډ ادارې له مسوولینو یې مننه وکړه. هغه زیاته کړه، د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو لرې کول او د سوداګرو ترمنځ سالم رقابت رامنځته کول زموږ له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او موږ غواړو چې د افغانستان او چین ترمنځ ښې سوداګریزې اړیکې پراختیا ومومي.
د م ستندرد ملي ادارې تخنيکي مرستيال دغه راز په نورو برخو کې هم د سټنډرډ ملي ادارې دکارکوونکو د مسلکي او تخصصي وړتياوو د لوړولو په برخه کې له چين څخه د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
په لاندې برخه کې د چین د معیاري ادارې د کارپوهانو له خوا د ساختماني توکو لکه بټومین، سمنټو، سنډر بلاک، PVC، خاوره، کانکریټ او داسې نورو د ازمایښت د طریقې په اړه مفصل معلومات ګډونوالو ته وړاندې شول.