د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد اصف قانت او ورسره مل پلاوي د هرات ولایت محترم والي صیب سره وکتل

په یاده لیدنه کې د لاندنۍ پریکړې د تطبیق ( په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې ټرانشیپ بند دی او د ټرانزيت له لارې د تیلو واردلو لپاره دې افغاني ترانسپورټي شرکتونو ته اجازه ورکړل شي، همدارنګه د سټنډرډ ملي ادارې په مشري او د بهرنیو چارو وزارت د استازي په ګډون د یو پلاوي ساحي ته ورشي او ستونزه دې له نږدې وګوري او صنعت او سوداګري وازرت له لوري د پايپ لاین له لارې د تیلو د انتقال وړاندیز دې هم وارزوي) په تړاو د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد اصف قانت او ورسره مل پلاوي د هرات ولایت محترم والي صیب او یو شمیر سوداګرو سره په هرات ولایت مقام دفتر کې غونډه ترسره کړه.
د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال وویل؛ موږ ژمن یو چې د نفتي توکو سکتور معیاري کړو او په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړو او د سوداګرو اساسي وړاندیزونو ته به پوره پام لرنه وکړو.
د هرات والي د سټنډرډ ملي ادارې له کړنو څخه مننه او قدرداني وکړه او له دې ادارې سره يې د نورو همکاريو ژمنه وکړه.