د سټنډرډ ملي ادارې تدارکاتو نوی امر معرفي شو

محترم مولوي عبدالاحد محمدی د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمر په توګه رسماً معرفي شو. د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت او ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن منصور د دعوت ارشاد رئیس مفتي نور احمد , د ادارې ویاند عاشق الله وزیری او د اړوندو شعباتو مسؤلینو ګډون کړی و. د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت او ارزونې رئیس د مولوي عبدالحد محمدی د تقرر فرمان ولوستلو او په پای کې د دعوت ارشاد رئیس نوموړي ته د خیر او برکت دعا وکړه.