د سټنډرډ ملي ادارې د درملو او سینګاریزو توکو تخنیکي کمېټې TC4 له لوري د طبي ګاز او اکسیجن سټنډرډ نهايي شو.

د سټنډرډ ملي ادارې د درملو او سینګاریزو توکو تخنیکي کمېټې ناسته د فارمسستانو ټولنې د غړي ښاغلي خلیل خاکزاد په مشرۍ ترسره شوه چې د سټنډرډ ملي ادارې د درملو د خدماتو رئیس، د درملو او سینګاریزو توکو د سټنډرډونو د تدوین امر، کارپوهانو او د پوهنتون استادانو په کې برخه لرله.
په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د اړتیا وړ سټنډرډونو باندې بحث وشو او د طبي ګاز و اکسیجن پر ځانګړتیاو او تګلارو بیا کتنه وشوه.
د ناستې په اوږدو کې یاد سټنډرډونه د رایو په اکثریت نهايي او تصویب شول او د ناستو پر تداوم ټینګار وشو.