د سټنډرډ ملي ادارې د سټنډرډ نړیوال سازمان ISO په انلاین ناسته کې ګډون وکړ
په ۲۸ د سلواغې ۱۴۰۰ هـ ل د سټنډرډ نړیوال سازمان (ISO) د نوي مشر د معرفي کولو، د سازمان د غړو د وړتیا لوړولو او د مخ پر ودې هېوادونو پورې د اړوندو نورو موضوعاتو په اړه مجازي ناسته ترسره شوه
په ياده شوې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې د پلان او پاليسۍ ریيس ښاغلی رحمت الله ولي د دغه ادارې په استازيتوب ګډون کړی وو او د دغه ادارې د روزنيزو اړتياوو په اړه يې هر اړخيزې خبرې وکړې.
ښاغلي ولي د سټنډرډ جوړونې، لابراټوارونو، میټرولوژی او د کیفی تصدیق پاڼو د بهیر د پیل په اړه هم له دې نړیوال سازمان سره هر اړخیز معلومات شریک کړل او د سټنډرډنو نړیوال سازمان ISO مسؤلینو د انسا ادارې د روزنیزو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه