د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه جوړه شوه

۱۶ زمری ۱۴۰۰
د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه د دې ادارې د لوی رییس ذبیح الله زیارمل په مشرۍ ترسره شوه چې د دې ادارې عمومي رییسانو، سلاکارانو او د اړونده برخو مسوولینو په کې برخه لرله.
په دغه ناسته کې د سټنډرډ ملي قانون، د جمهور رییس د لارښوونو تعقیب، د افغانستان د سټنډرډ جوړونې ملي سټراتیژۍ د مسودې تعقیب، د کاري راپورونو اورېدل، د ټوریډي او تولیدي سټنډرډونو له کیفیت څار، د باور ورکونې پروګرامونو پلي کول او د تصدیق پاڼو ورکړه، په شفاف ډول د عوایدو راټولول، د ملي سټنډرډ او کیفیت د نښان ترویج، د انسا ادارې او د متحده عربي اماراتو، اوزبکستان هېوادونو تر منځ په هوکړه لیکونو کې پرمختګ او له آذربایجان او جورجیا هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا او په پای کې د دې ادارې د کارکوونکو د مصوونیت په اړه خبرې اترې ترسره شوې.
د ناستې په پای کې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس اړونده برخو ته د چارو د لا ښه والي او چټکیا لارښوونې او سپارښتنې وکړې.