د سټنډرډ ملي ادارې د نورم امریت د موټرو او بېلابېلو ادارو د وسايلو لګښت اندازه وټاکله.

ذوالحجة/۴/ ۱۴۴۳
د سټنډرډ ملي ادارې د نورم کارکوونکو د موټر د تيلو او د بېلابېلو ادارو د وسايلو لګښت اندازه وټاکله. دغو مسوولينو د کابل ښاروالۍ د ترافيکو او ښاري عامه ترانسپورټ رياست، د ملي پرمختيايي شرکت او د کار او ساتنې ریاست له غوښتنو سره سم د ادارو د اووه ډوله ماشینونو د سون توکو د ټاکلو برخه کې لازمې پرېکړې وکړې.
یاد مسوولينو د موټرو او نورو وسایلو تخنيکي لګښت وټاکه، چې د سټنډرډ ملي ادارې له منلو وروسته به له ادارو سره شريک شي.