د سټنډرډ ملي ادارې د پیویسي پارتېشنونو او دروازو د جوړولو د داوطلبۍ د اعلان په اړه

سټنډرډ ملي اداره ټولو هغه داوطلبانو ته چې قانوني شرایط ولري بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ادارې په بېلابېلو څانګو کې د پیویسی پارتېشنونو او دروازو د جوړولو د داوطلبۍ پروسه کې برخه واخلي. داوطلبان کولای شي د اړوند شرطنامې معلومات د یو فلش ډیسک (USB) له لارې، وړیا، د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي.
وړاندیزونه باید د شرطنامې د شرایطو سره سم، د تدارکاتو د قانون او لایحې په چوکاټ کې، سرپټي (مهر) پاکت کې، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۱ تقویمي ورځو پورې، د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت ته چې د د کابل- جلالآباد لویې لارې، صنعتي ښارګوټي، سرک نو په سیمه کې موقعیت لري، وسپارل شي. ناوخته رسېدلي او د انټرنټ له لارې لېږل شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د تضمین پیسې باید د بانکي تضمین (Bank Guarantee) په بڼه، ۳۵۰۰۰ افغانۍ (پنځه دېرش زره افغانۍ) وي. د وړاندیزونو د خلاصولو ناسته به د اعلان له نېټې څخه ۱۱ تقویمي ورځې وروسته، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د سټنډرډ ملي ادارې د درېیم پوړ په تدارکاتو آمریت کې ترسره شي.