د سټنډرډ ملي ادارې د کانونو او کان کیندنې د سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۵:۷
د سټنډرډ ملي ادارې د کانونو او کان کیندنې د سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د کانونو او کان کیندنې د سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي کمېټې غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمېټې رئیس او غړو په ګډون ددې ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوه.


په دې غونډه کې ددې کمیټې د غړو لخوا د ډبروسکرو او کُک د تقریبي تحلیل او وروستي تحلیل مسوده تائید شوه او د ASTM D3180  سټنډرډ پراساس د ډبرو سکرو او کُک د تحلیل لپاره د کاري کړنلارې د سټنډرډ په اړه بحث او نظرونه تبادله شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک د بیا اعلان په اړه

سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۹:۳۹
Background image

د ستنډرډ ملي ادارې د یو شمېر مسلکي بستونو ازموینه واخیستل شوه

د ستنډرډ ملي ادارې د یو شمېر خالي بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې په کره او منظمه توګه واخیستل شوه، پدې آزموینه کې د ستنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال محترم مولوي محمد آصف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د چاپي او غیر چاپي قرطاسیې، پرنټر او کاپي ماشین رنګونو د قرارداد ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د اړتیا وړ چاپي او غیر چاپي قرطاسیې او د پرنټر او کاپي ماشین رنګونو د تهیه او تدارک قرارداد، محترم ظهیر حسین لمېټډ. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د کانونو او کان کیندنې د سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه