د سټنډرډ ملي ادارې رهبري د غذایي توکو پر لابراتوارونو جدي کار کوي.

۱۳۹۹/مرغومی/۲۷
د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس ښاغلي عزیز احمدزي دغه خبرې د رهبرۍ پلاوي په عمومي غونډه کې وکړې. په دغه غونډه کې د دې ادارې مرستیالانو، سلاکارانو، رییسانو او د دې ادارې اړونده مسوولینو برخه لرله.
ښاغلي احمدزي په غونډه کې د دې ادارې د چارو د غوراوي پر تګلارو د بحث ترڅنګ یادونه وکړه چې د تصدیق پاڼو پر وېش سربېره د خوراکي توکو او ورپسې د برښنا وسایلو او توکو د لابراتوارونو د فعالولو کولو چارې تعقیبوي. نوموړي د خوراکي توکو د لابراتوار مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې ژر تر ژره د دغه لابراتوارونو د فعالولو او انسجام لپاره خپله طرحه برابره کړي.
د غونډې پر مهال د ادارې مرستیالانو په اداره کې د چارو د لا ښه والي په موخه خپل نظرونه وړاندې کړل او د دې ترڅنګ یې د خوراکي توکو، تصدیق پاڼو (سرټیفکشن) او پر یو شمېر نورو مهمو مواردو بحث وکړ. د دې ترڅنګ د غونډې په اوږدو کې اړونده مسوولینو د تېرې یوې اونۍ د فعالیتونو راپور هم وړاندې کړ.
د غونډې په پای کې ښاغلي احمدزي یو شمېر سپارښتنې وکړې او په چارو کې یې د بشپړ دقت او جدیت غوښتنه وکړه.