د سټنډرډ ملي ادارې رهبری د خپلو کړنو او لاسته راوړنو یو کلن راپور له ولس سره شریک کړ.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۰ - ۱۴:۱۷
د سټنډرډ ملي ادارې رهبری د خپلو کړنو او لاسته راوړنو یو کلن راپور له ولس سره شریک کړ.
  • په تېر یوه کال کې د ستندرد د ملي ادارې مهمې لاسته راوړنې

 

  1. د ستندرد کولو په برخه کې:
  • د پلان شویو ستندردونو د تدوین لپاره له بین المللي او سیمه‌ییزو سازمانونو څخه د اړتیا وړ معلومات راټول شوي دي.
  • د کیفیت د مدیریت، خوراکي توکو او زراعتي محصولاتو، درملو او سینګارتوکو، ساختماني او نفتي موادو، نساجۍ او چرم، چاپېریال ساتنې، کیمیاوي او پلاستیک، اکتروتخنیک او مخابراتو په برخو کې د اړوندو تخنیکي کمېټو په وسیله ۹۸ ستندردونه نهايي شوي او د ستندرد د عالي شورا تصویب ته تیار دي.
  • له بین المللي او سیمه‌ییزو سازمانونو څخه د اړتیا وړ ستندردونه غوښتل شوي او د هغوی پېرلو ته زمینه برابره شوې ده.
  • ۳۵۷۰ کیلو ګرامه بې کیفیته او له وخته تېر خوراکي او د مینځلو توکي او غیر الکولي مشروبات له منځه وړل شوي دي.

 

  1. د مطابقت د ارزیابۍ او کیفیت د کنترول برخه:
  • له ټي سي آر سي کمپنۍ سره شوی قرارداد لغوه شوی. عواید په سل فیصده بڼه دولت ته راټول شوي دي. له یادې کمپنۍ څخه د لابراتواري وسایلو د تسلیمۍ پروسه په دقیق ډول ترسره شوې او د پراخ فساد مخه نیول شوې ده.
  • د هېواد په مرکز او بندرونو کې د کیفیت د کنټرول پروسه بېرته فعاله شوې او په منظم او شفاف ډول خدمات وړاندې کېږي.
  • په شپږو بندرونو (حیرتان، اسلام قلعه، تورغونډۍ، نیمروز، فراه او آقینه) کې د نفتي موادو لابراتوارونه بېرته فعال شوي او تر اوسه (48602) ټانکرونه چې نفتي توکي، مایع ګاز او د هغو مشتقات پکې شامل دي، وارد شوي، له دې جملې (460) ټانکرونه د کیفیت د تثبیت د ستندرد خلاف وو، اړندو ادارو ته معرفي شوي دي.
  • په مرکز او د اسلام قلعې، حیرتانو او جلال اباد په بندرونو کې د ساختماني توکو لابراتوارونه بېرته فعال شوي او تر اوسه یې (۷۵۹۹) بستې، چې مجموعي وزن یې (۲۵۸۲۸۷۲۱۸) ټنه کېږي، ساختماني توکي تورید شوي او تر طۍ مراحل وروسته یې کفیت تثبیت شوی دی.
  • په تېر یوه کال کې د هېواد په مرکز او بندرونو کې د نفتي او ساختماني توکو د کیفیت د تثبیت له پروسې څخه 916 میلیونو 557 هزارو 377 افغانۍ عاید راټول شوی دی.
  • د سوداګرۍ د لارو چارو تخنیکي کمېټه د اړوندو ادارو په همکارۍ رامنځته شوې او د سوداګرۍ په مخ کې د پرتو خنډونو د لرې کولو زمینه برابره شوې ده.
  • د کیفي تصدیقنامو د صادرولو لپاره ټول تیاري نیول شوي، چې ډېر زر به د کیفي مدیریتي او محصولاتو د سیستمونو په برخو کې د کیفي تصدیقپاڼو وېش پیل شي.

 

  1. د مصرفي نورمونو د تثبیت په برخه کې

د ستندرد ملي اداره له قانون او مقرراتو سره سم د هېواد په کچه د موټرو، ماشین الاتو، د برېښنا د تولید د ماشینونو او ګرمولو د وسایلو د سون توکو د مصرفي نورمونو د تعیین او تثبیت مسوولیت لري، د وزارتونو او بېلابېلو ادارو په غوښتنه یې د نورمونو د تثبیت په برخه کې چټک، منظم او شفاف ډول عملي اقدامات کړي دي.

  • د نورم د تثبیت مسوولینو (۱۰۶) ډوله وسایط، د برېښنا د تولید ماشینونه او د ګرمولو وسایل تشخیص کړي او (۲۵) ډوله وسایط او ماشینونه یې تر عملي ازمویلو لاندې دي چې په مجموع کې د وزارتونو او بېلابېلو ادارو د ۱۳۱ ډوله وسایطو د مصرف نورم تعیین او تثبیت شوی دی.

 

  1. له سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو سره د انسا د اړیکو پراختیا:

د ستندرد ملي اداره اوس د ستندرد د بین المللي سازمان (ISo) او د الکتروتخنیک د بین المللي کمیسیون (IEC) اصلي غړیتوب لري. د دې تر څنګ لابراتوارونو ته د اعتبار ورکولو د بین المللي کمیسیون (ILAC) ابتدايي غړیتوب هم لري. د اسلامي هېوادونو د ستندرد او مترولوژۍ انسټیټیوټ د سازمان (SMIC) او د اسیا د جنوب د سیمه‌ییز ستندرد د سازمان (SARSO) له بشپړ غړیتوب څخه هم برخمنه ده.

  • د ریسکام کاري ګروپ په اتمه غونډه (8 Meeting of HLWG-ECO-RISCAM) کې ګډون، چې د صادراتي او وارداتي محصولاتو په اړه د معلوماتو د راټولولو او په انلاین بڼه ریسکام انسټیټیوټ ته د هغو د لېږلو په اړه جوړه شوې وه.
  • د (ISO Workshop On Gender Equality in Standardization)) تر عنوان لاندې د ستندرد د بین المللي سازمان په ورکشاپ کې ګډون، چې دې ورکشاپ د مهمو پالیسیو په تدوین او اړیکو د تامین په برخه کې دې ادارې ته د فعالې برخې اخیستنې زمینه برابره کړې ده.
  • د ISO سازمان د ((Asia Pacific Monthly Forum برنامې ته استول چې د ظرفیت لوړونې په موخه جوړه شوې وه.
  • د سمیک انسټیټیوټ په ښوونیز پروګرام کې ګډون چې د OIC/SMIIC2:2019 General Rwquirements for Halal Food  تر عنوان لاندې جوړ شوی و.
  • د ایران او ترکیې د هوکړه‌لیک مسوده نهايي شوې او د مکتوب په وسیله د لاسلیک په موخه د بهرنیو چارو محترم وزارت ته استول شوی دی.

 

 

  1. د تقنیني اسنادو په برخه کې:
  • د ډبرو سکرو، ساختماني توکو، نساجۍ، قالینو او برېښنا په برخه کې طرزالعملونه تیار شوي چې وروسته یې نهايي مسوده اقتصادي عالي شورا ته د تصویب لپاره وړاندې کېږي.
  • د تولیدي او وارداتي توکو د کیفیت د کنترول د فعالیتونو د بهبود لپاره د ستندرد ملي ادارې د کاري موډل طرحه ترتیب شوې ده.
  • د ادارې ستراتیژیک پلان ترتیب شوی او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمیسیون ته لېږل شوی دی.
  • د ۱۴۰۱ کال د تشکیلاتي جوړښت طرحه د ادارې له اړتیاوو سره سمه ترتیب او نهايی شوې ده.

 

  1. ظرفیت لوړونه او پوهاوی ورکول
  • بېلابېلو پوهنتونونو او اکاډمیکو بنسټونو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شوې ده.
  • د ستندرد ملي ادارې ویبپاڼه په منظم ډول اپډېټ شوې او د دې ادارې د فعالیتونو او خدماتو په اړه ټول معلومات پکې ځای پر ځای شوي دي.
  • د انسا د نشراتو په برخه کې د همکارۍ لپاره له بېلابېلو جمعي رسنیو سره د اړیکو پراختیا
  • د ادارې ټولنیزې پاڼې لکه فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام او یوټیوب چینل په منظم ډول فعالیت کوي او په ستندرد پورې اړوند فعالیتونه ټولو کاروونکو ته وړاندې شوي دي.
  • د ادارې د فعالیتونو د مستندو او معلوماتي ویډیويي کلیپونو تیارول
  • د حکومت د رسنیو له مرکز، اطلاعات او فرهنګ وزارت او نورو اړوندو ادارو سره د ښو او پر وخت اړیکو تامین

 

  • د ستندرد ملي ادارې موخې او راتلونکي پلانونه
  • محصولاتو او مدیریتي سیستمونو ته د کیفي تصدیقپاڼو صادرول چې دا چاره د سوداګرۍ د پیاوړتیا او په نړیوالو بازارونو کې د افغاني توکو او محصولاتو د ارزښت د زیاتېدو سبب کېږي.
  • د وړاندوینې پر اساس، راتلونکی کال به دغه اداره د ۲ میلیارده افغانیو په شاوخوا کې عواید ولري.
  • په نړیوالو بازارونو کې د ډبرو سکرو د ارزښت د زیاتېدو په موخه د سکرو د لابراتوار فعالول.
  • د ملي ستندردونو تدوین، ترویج او تطبیقول
  • د اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د ستندرد د بین المللي سازمان په عمومي غونډه کې ګډون کول
  • له ایران او ترکیې سره د همکارۍ د هوکړه‌لیک نهايي کول
  • د ساختماني توکو، نساجۍ، قالینو او برېښناد لابراتوارونو پراختیا
  • د مترولوژۍ د لابراتوار د فعالیت پیل
  • د افغاني محصولاتو د نندارتون رامنځته کول
  • د ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره د زمینې برابرول

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۴۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو د تجهیزاتو چمتو کولو او تدارکاتو پروژې د قرارداد ورکولو پریکړې اعلان په اړه؛

د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارکاتو پروژې قرارداد، د اندورا متاء محترم تجارتي شرکت ته، چې د جواز شمیره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۲۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز د تدارک اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۱۲۰۰۰) کیلو ګرامه مایع ګاز د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. علاقه مندان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بېرته ایران ته ولېږدول

فراه ۷۸ میل بندر- ۱۴۰۴ سنبله، ۱۶مه

د سټنډرډ ملي ادارې د فراه ۷۸ میل بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو محموله نوع نبشي ټي چینل اوسپنه چې ټولیز وزن یې ۲۳ ټنه کیده، د ملي سټنډرډونو خلاف. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې رهبری د خپلو کړنو او لاسته راوړنو یو کلن راپور له ولس سره شریک کړ.