د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د سوداګرو ستونزو د حل په موخه فراه ولایت له چارواکو او سوادګرو سره وکتل.

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د فراه ولایت له چارواکو او یو شمېر کورنیو سوداګرو او پانګوالو سره وکتل. دغه ناستې د سوداګرو او بندرونو د ستونزو د حل او د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د بېلابېلو څانګو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.