د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د افغانستان اوسپنې او فولادو د فابریکو د اتحادیې له مسوولینو سره وکتل

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په خپل کاري دفتر کې د اوسپنې ویلي کولو فابریکو د اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل. په دې غونډه کې ښاغلي مولوي محمد اصف قانت د ادارې تخنیکي چارو مرستیال , د دفتر رئیس , مطابقت او ارزونې رئیس ,تخنیکي چارو مرستیال او د اوسپنې ویلي کولو اتحادیې رئیس او مسولینو ګډون کړی وو
د دې غونډې موخه د افغانستان د اوسپنې تولید معیاري, ښه او وده ورکول او همدارنګه د ساختماني چارو په برخه کې د بې کیفیته لرونکو موادو د واردولو مخنیوی او د هېواد د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا وه
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د هېواد په ټولو تولیدي سکتورونو په تېره بیا د فولادو او اوسپنې د تولید په برخه کې د کیفیت پر ښه والي ټینګار وکړ او ویې ویل: کورني سوداګر او پانګوال باید د سټنډرډ ملي ادارې له خوا ترتیب شوي معیارونو ته جدي پام وکړي. . هغه زياته کړه، په هېواد کې د بې کيفيته توکو د توليد او وېش د مخنيوي په موخه د سټنډرډ ملي اداره د څارنې بهير ته دوام ورکوي او د معياري کېدو او د کيفيت د تضمين په برخه کې پراخ پروګرامونه لري.