د سټنډرډ ملي ادارې لخوا د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې د سیخ ګول یو شمېر پلورنځي نظارت کړل

د سټنډرډ ملي ادارې د ساختماني موادو څانګې مسلکي مسؤلینو د کابل ښار کوتل خیرخانې په سیمه کې د سیخ ګول د محصولاتو له پلورنځیو نظارت وکړ.
دغه پروسه د افغانستان اوسپنې ویلي کولو فابریکو له اتحادیې سره په همغږۍ د ساختماني موادو د معیاري کولو په موخه د سیخ ګول پلورنځیو ارزونې په موخه په لاره اچول شوې وه.