د سټنډرډ ملي ادارې لخوا په شیرخان بندر کې (2) ټانکره بې کیفیت تیل بیرته وګرځول شول.

په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تیلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. او له ټولو سوداګرو غواړي تر څو هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه ورته قانوني عمل سره به مخ شي.