د سټنډرډ ملي ادارې له لوري د جلغوزې د ودې او پراختیا پر پلان بحث وشو.

چهارشنبه
۳۰/تله/۱۳۹۹
د سټنډرډ ملي ادارې له لوري د جلغوزې د ودې او پراختیا په موخه د عملي پلان پر ایجاد او طرحه بحث وشو. په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د دې ادارې لوی رییس عزیز احمدزي، د جلغوزې د اتحادیې رییس یحی خان ځدراڼ، د دې ادارې مرستیالانو او اړونده رییسانو برخه درلوده چې د جلغوزې پر وده او پراختیا بحث وشو.
په دغه ناسته کې د جلغوزې له اتحادیې سره د سټنډرډ ملي ادارې د مخکیني هوکړه لیک پر بنسټ د عمل پلان پر ایجاد او طرحه خبرې اترې وشوې چې د جلغوزې د ملي سټنډرډونو تدوین، پر دې محصول د سټنډرډ د نښان لګول او د جلغوزې د صادروونکو څېړل او تفتیش د بحث اساسي برخه وه.
د دې ترڅنګ ښاغلی ځدراڼ د جلغوزې د سټنډرډ جوړونې، د پروسس او د دې صنعت د تخنیکي پړاوونو د طی کولو د غوراوي په برخه کې له انسا ادارې څخه د همکارۍ او اړینو مشورو غوښتونکی شو.
همدا راز ښاغلي احمدزي د دې صنعت د ارزښت یادونه وکړه او ویې ویل چې دغه اداره به په هېواد کې د جلغوزې د صادراتو د غوراوي په برخه کې هر ډول همکاري ونه سپموي او څرنګه چې د جلغوزې ارزښت ټولو ته روښانه دی، انسا اداره د دې صنعت د غوراوي په موخه هر ډول همکارۍ او همغږۍ ته چمتو ده.
نوموړي د یاد پلان پر عملي کېدو ټینګار وکړ.