د طبي وسایلو د سټنډرډونو اړوند تخنیکي غونډه د سټنډرډ ملي اداره کې جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د درملو او کاسمیټیک موادو تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه. دغه غونډه د درملو او کاسمیټیک سټنډرډونو د پراختیا مسوول ډاکټر جاوید پردیسي، فارمسي اتحادیې د غړي خلیل خاکزاد او د کمیټې د نورو غړو په ګډون د دغه ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د طبي وسایلو د معیار په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.